د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت مرکز پر تالقانو ښار د طالبانو د برید له مخنیوي خبر ورکوي.
د یاد ولایت د والي ویاند، محمد جواد هجري نن(دوشنبې د تلې په اتمه نېټه) وايي چې طالبانو د څو ورځو راهیسې د ټاکنو د بهیر د ګډولو لپاره هڅې کولې.
دی زیاتوي چې یو شمېر طالب وسلهوال د تخار ښار او بهارک ولسوالۍ ته نېږدې شوې وو او یو شمېر سیمې یې لاندې کړې دي.
په همدې حال کې ښاغلی هجري زیاتوي چې افغان ځواکونو د امنیه قومندانۍ ودانۍ ساتلې او پر طالبانو یې هوايي بریدونه کړي دي.
دی زیاتوي چې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۳۶ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د والي ویاند همداراز وايي سیمه کې د حالت ښه کېدو په موخه مرستندویه ځواکونه ورسېدلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.