Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګرۍ په وړاندې پرېکنده اقدام؛ له پاکستان څخه د ټرمپ غوښتنه

د امریکې ولسمشر ډونلډ ترمپ، د امریکې د ملي امنیت شورا نوې تګلاره اعلان کړه او له پاکستان څخه یې وغوښتل د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې پرېکنده اقدام وکړي چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي.

هغه وویل چې په افغانستان امریکايي ځواکونه اوس په وخت پورې تړلي نه دي او دښمن ته به یې هم مالومات  ور نه کړل شي.

هغه زیاته کړه:«موږ پاکستان ته روښانه کړه چې د همکارۍ لپاره لېوالتیا لرو. د هغه ترڅنګ د هغو ترهګرو په وړاندې چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي پرېکنده ملاتړ ووینو. موږ د کال پاکستان ته ډېرې پیسې ورکوو.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه:«هېڅ همکاري نه شي کولای چې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد همکاري وزغمي، هغه ترهګري چې د همکارانو سرتېري یې په نښه کوي.»

د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکې د نوې تګلارې له اعلان سره، په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي او د دغو بریدونو له زیاتوالی سره، په هېواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، چین او جهادي ډلې، د امریکا په وړاندې درې ستره ګواښونه دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو سره به مرسته وشي ترڅو په خپلو پښو ودرېږي.

ټرمپ د ملي امنیت په تګلاره کې زیاته کړه چې د هېواد ګټې یې د هغه لپاره لومړيتوب لري.

شریک یي کړئ