Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې لومړی وزیر سبا کابل ته راځي

اجراییه ریاست وايي ټاکل شوې ده چې د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم کابل ته راشي او په دغه سفر کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او همدارنګه د افغان ترک ښوونځيو د پرمختګ په اړه د ملي یووالي حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په داسې حال کې چې اجراییه ریاست کابل ته د ترکیې لومړي وزیر سفر د ښونې او روزنې سربېره د سولې په خبرو متمرکز بولي، خو هیڅ دولتي بنسټ بیا په کابل کې د دوه ترکي وګړو د نیول په اړه څه نه وايي چې په دغه سفر سره به يې برخلیک روښانه شي کنه.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«د افغان ترک ښوونځيو په اړه افغان او ترکي حکومتونو مخکې له مخکې پرېکړه کړې ده.»

سامي یاووز چې کابل کې د یو ترکي رسټورانټ څښتن او یلماز ایتن بیا د افغان ترک ښوونځيو ښوونکی شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

د ترکیې حکومت د یوې ناکامه کودتا وروسته له افغانستانه وغوښتل چې د افغان ترک ښوونځيو مدیریت د ترکیې حکومت ته وسپاري، ځکه د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دغه ښوونځي د فتح الله ګولن ديـ

ګولن هغه کس دی چې د ترکیې د حکومت پر ضد په کودتاه تورن دی.

د ترکیې د حکومت پر وینا تراوسه د فتح الله ګولن ګوند لسګونه غړي د ترکیې د استخباراتو لخوا نیول شوي دي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال باقر بوزداغ په دې اړه وویل:« تراوسه زموږ د استخباراتي ادارو له ۱۸ هېوادونو د ګولن د ګوند ۸۰ کسان راوستلي او نیولي يي دي.»

د رپوټونو له مخې کابل ته د ترکیې د لومړي وزیر د سفر په لړ کې به هېواد ته د عبدالرشید دوستم د راستنېدو د څرنګوالي په تړاو هم خبرې وشي؛ هغه موضوع چې په دې ورځو کې، یو ځل بیا پر ژبو را څرګنده شوې. خو په دې اړه تراوسه کومې رسمي سرچینې څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړی سید اکرام په دې اړه وايي:«هره ستونزه او هره دوسیه چې لرئ، حکومت کولای شي په قانوني توګه هغه مسایل وڅېړي او د جنرال دوستم راتګ د افغانستان د خلکولپاره، د افغانستان حکومت ته یو ځواک ورکوي.»

افغان حکومت څو اوونۍ مخکې د افغان -ترک ښوونځيو مدیریت ترکیې ته وسپاره چې دا کار د افغان ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنیو د ټولنې له نیوکې سره مخ شو.

دغې ټولنې د شنبې په ورځ هم په خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ به دوی کابل ته د ترکیې لومړي وزیر د سفر په غبرګون کې خبري غونډه جوړه کړي.

شریک یي کړئ