Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو دوه لسیزو ارزښتونو پر خوندیتوب د دفاع وزارت سرپرست ټينګار

ملي دفاع وزارت نوماند وزیر وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره هر ډول خبرې مني خو په دې اړه به هېڅ ډول معامله ونه مني.

د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر د ملي پوځ د څه باندې زر ځانګړي ځواکونو په فراغت غونډه کې وايي چې پوځيان باید د جګړې په ډګر کې د بشري حقونو مسایل رعایت کړي او پرې نه ږدي چې ولسي وګړو ته زیان ورسېږي.

د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد وویل:«موږ د سولې هر ډول خبرو ته حاضر یوو، خو هېڅ هغه معامله چې د دوه وروستیو لسیزو ارزشتونه له موږ څخه واخلي، موږ په هېڅ ډول د افغانستان د ملي پوځي او وسله وال ځواک په توګه د دې کار اجازه به ور نه کړو.»

د ملي پوځ ۱۱ سوه ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو په قول اردو کې له پوځي زده کړو وروسته اوس چمتو دي چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي. کومانډویان، هغه ځواک چې د جګړې په هر ډګر کې یادیږي.

د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو افسر فرهاد تنها په دې اړه وايي:«د افغانستان په هر ګوټ کې په هر ځای کې چې دښمن ولیدل شي او سر پورته کړي، ګومانډو ځواکونه هلته ځان رسوي.»

د ملي پوځ بل سرتېری سید احسان هم څرګندوي:«د هر کس لپاره چې ګومانډو دی ویاړ دی او زه هم ډېر خوشحاله یم.»

د ملي اردو ځانګړي ځواکونه د ملي دفاع وزارت له مهمو ځواکونو دي چې، د افغانستان د جګړې په ډګر کې تر نورو دروند پېټۍ پر غاړه وړي.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر وايي چې، دولتي ځواکونه سولې ته د رسېدو په موخه جنګېږي.

شریک یي کړئ