Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جاپاني مرسته رسوونکي، تتسو ناکامورا مړی جاپان ته واستول شو

د جاپاني مرسته رسوونکي تتسو ناکامورا مړی چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو د ډزو په پایله کې ووژل شوي، نن (شنبې د لیندۍ په ۱۶مه) جاپان ته واستول شو.

د ناکامورا مېرمن، لور او ځينې نور خپلوان د هغه د مړي لېږد لپاره کابل ته راغلي وو.

ولسمشر غني، کابل تر هوايي ډګره د ناکامورا د مړي ملتیا وکړه او هغه یې یو ستر شخصیت یاد کړ چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د افغانستان د ژوند د ښه والي لپاره وقف کړی دی.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې د ناکامورا نه بشپړې شوې پروژې به د دغه جاپانې مرسته رسوونکي په نوم پای ته ورسوي.

ناکامورا له خپلو پنځو همکارانو سره د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ  ننګرهار کې د ناپېژانده وسله والو د برید په پایله کې ووژل شو. 

ناکامورا د خپل ژوند ډېری برخه د افغانانو په ځانګړې توګه د ختیځ ولایت ننګرهار اوسېدونکو د ژوند ښه والي ته وقف کړی و.

هغه د کونړ اوبو د مخنيوي لپاره ۱۱ سربندونه او ویالې جوړې کړې څو له دغو اوبو د ننګرهار د ځمکو د سرسبزۍ او بزګرۍ لپاره استفاده وشي.

د «پي ام اس» بنسټ انجینران چې ناکامورا د هغه رییس و، وايي چې ناکامورا د ۱۵۰۰ څاګانو له کیندلو سره په ننګرهار کې د ۶۵۰ زره تنو ته د څښاک اوبو برابرو کې هم مرسته کړې ده.

د هېواد په ختیځ کې د دوه جوماتونو او دوه روغتونو جوړل د هغه له نورو کارونو څخه دي.

ناکامورا په دې وروستیو کې د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د ۱۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت د «مروارید» دویم کانال پر جوړېدو کار پیل کړی و، خو د دغې پروژې له پرانستو مخې ووژل شو. 

شریک یي کړئ