Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جګړې د قربانیانو کورنۍ هېواد کې د سولې ټینګښت غواړي

د جګړې د قربانیانو ځينې کورنۍ او هېوادوال پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې له جګړې لاس په سر شي او سوله دې وکړي.

له دې ډلې یوه مور چې د خپلو درېیو یتیمانو پالنه په غاړه لري، وايي یوازېنی ارمان یې دا دی چې هېواد ته سوله راشي او ماشومان یې په ارامه فضا کې رالوی شي.

پېکۍ څو کاله مخکې خپل خاوند هغه مهال له لاسه ورکړ چې په نظام کې یې خدمت کاوه، هغه اوس د خپلو درې بچیانو پالنه کوي:«په افغانستان کې باید سوله راشي؛ موږ د قربانيانو له کورنیو څخه یوو او که چېرې طالبان او یا هم بله ډله واک ترلاسه کړي، باید سوله وشي، باید زموږ حقونه په پام کې ونیول شي؛ سوله راتلوونکې ده او باید سوله راشي.»

د دغې مور لور نازنین وهم وايي هیله لري چې نور په هېواد کې جګړه ونه ویني:«پلار مې په جګړو کې شهید شو؛ زه غواړم چې سوله راشي څو نورې نجونې او هلکان بې پلاره نه شي.»

بادام ګله هغه بله ۶۰ کلنه مور ده چې اته کاله وړاندې جګړې ترې د خاوند سیوری واخیست او پنځه زامن یې په ډېرو زحمتونو رالوی کړي دي وايي، ښکیل لوري دې خپل اختلافات د خبرو په مېز حل کړي او له جګړې دې لاس واخلي:«که چېرې زموږ په هېواد کې سوله وي، ولې په دغه عمر کې کار وکړم؟ ولې ښځې ګونډې شي؟ خلک بې سرپناه شي؟ اولادونه یتیمان شي؟»

په کندهار کې هم ځينو ځوانانو د سولې په نامه یو کتابتون پرانیستی دی. دوی وايي سولې ته د خلکو د هڅولو او له جګړو د ځوانانو د لاس اخیستو په موخه یې دغه کتابتون جوړ کړی دی.

یو له دغو کندهاري ځوانانو وايي:«په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله کېږي؛ ټول افغانان د سولې تږي دي. موږ دا غوره وبلله چې د سولې په نامه یو کتابتون پرانیزو.»

کابل مېشتي هم د هېواد له سیاستوالو غواړي چې، خپل اختلافونه یوې خواته پرېږدي او د ملي اجماع او همداراز له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه د مرکچي پلاوي جوړېدو په اړه نستوڼي ونغاړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواسع پوپل زی وايي:«له سیاسي ګوندونو زموږ غوښتنه دا ده چې له حکومت سره یوه ملي اجماع جوړه کړي.»

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د مرستې بنسټ غړی احمد سعیدي هم په دې اړه څرګندوي:«سوله د افغانستان د خلکو لپاره د حیات اوبو په څېر ده؛ خو هغه سوله چې د ټولو قربانیانو په ځانګړې توګه د شهیدانو د کورنیو ټول معیارونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، هغه سوله نه ده، بلکې په افغانستان کې د جګړې دوام دی.»

داسې راپورونه شته چې ګواکې د امریکا او طالبانو استازي د سولې هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي؛ خو په هېواد کې ځینې سیاستوال وايي د سولې لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه لا هم سیاسي اجماع نه ده جوړه شوې.

شریک یي کړئ