Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حزب اسلامي بندیانو په خوشې کولو کې پر رڼښت ټینګار

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له زندانونو د بشري د حزب اسلامي بندیانو په خوشې کولو کې پر رڼښت ټینګار کوي.

د یاد کمېسیون اجرائي رئيس وايي چې د حزب اسلامي ګوند د بندیانو دوسیې باید په بیله توګه وڅېړل شي او خوشې کول یې باید عدالت قرباني نکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرايي رئیس، موسی محمودي وویل:«دا بندیان باید د قانون پر اساس خوشې شي. خو په ټولیزه توګه د بندیانو خوشې کېدل خپلې ستونزې لري، په تېر وخت کې د جګړې پراختیا لامل شوی دی.»

د حزب اسلامي ویاند څرګندوي چې دوی تمه لري تر څو ژر تر ژره ولسمشر غني د دوی ۸۳ بندیانو په خوشې کولو حکم لاسلیک کړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تراوسه د دغه ګوند د بندیانو څو نوملړونه حکومت ته سپارلي او دا نوملړونه د حکومت لخوا څیړل کیږي.

د یاد ګوند ویاند، حامد عزیزي څرګندوي:«موږ د ۵۷۰ تنو زندانیانو نومونه حکومت ته استولي دي، ګډ کمېسیون دا نوملړ څېړي. له ډلې یې د ۸۳ کسانو نومونه وروستي شوي دي او راتلونکې اوونۍ به یې ولسمشر د خوشې کولو فرمان صادر کړي.»

له دې مخکې د څرخي پله په زندان کې چارواکو طلوع نیوز ته ویلي هغه بندیان چې حزب اسلامي یې د خوشي کولو غوښتنه کوي یو شمېر یې داسې کسان دي چې له طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي، حزب اسلامي هم ددغه ګوند د بندیانو خوشي کول یوه جنجالي موضوع ګڼي.

د حزب اسلامي ویاند څرګندوي چې دوی تمه لري تر څو ژر تر ژره ولسمشر غني د دوی ۸۳ بندیانو په خوشې کولو حکم لاسلیک کړي

شریک یي کړئ