Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حزب اسلامي څه باندې ۱۶۰ بندیان د هېواد له بندخونو ازاد شول

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک د عملي کېدو کمېسیون، وايي چې حکومت نن جمعه (د عبرګولي په نهمه) د دغه ګوند ۱۶۴ تنه بندیان له څرخي او بګرام بندخونو څخه ازاد کړل.

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې په دې اړه هیله څرګنده شوې چې په نږدې اوونیو کې د حزب اسلامي د پاتې بندیانو دوسیې به هم بشپړې شي.

خو د دغو ازاد شویو بندیانو په منځ کې ځينې داسې کسان هم شته چې وايي هغوی د طالبانو غړي دي.

محمد افضل یو له دغو ازاد شویو څخه دی چې وايي اته کاله د ملي پوځ غړیتوب هم درلود او د هغه په وینا، له هغې وروسته کله چې د کابل په هوايي ډګر کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شو، او پر شل کاله بند محکوم شو.

د ننګرهار اوسېدونکی  محمد افضل په دې اړه وویل:«شل کاله قید مې درلود. یولس کاله مې تېر کړل او نهه کاله نور یې د حکمتیار په پروسه کې حساب شول او راووتم.»

محمد افضل وايي د دولتي ځواکونو لخوا د نیول کېدو پرمهال په خپله هم د ملي اردو غړی و.
هغه زیاته کړه:«زه په خپله په اردو کې ضابط وم. اته کاله مې دنده هم ترسره کړه، وروسته یوه پېښه وشوه، په هماغه پېښه کې یې زه ونیولم.»

ګل رحمان یو بل بندي دی چې وايي په غزني کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او څه د پاسه څلور کاله یې په بند کې تېر کړل.

د غزني اوسېدونکی ګل رحمان وايي:«سوله د ټولو مسلمانانو بلکې د ټولې نړیوالو لپاره خیر دی، موږ تل سوله غوښتونکي یوو.»

له حزب اسلامي سره د حکومت د هوکړې د عملي کولو د کمیسیون په وینا هغه بندیان چې د جمعې په ورځ د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشي شول شمېر یې ۱۶۴ تنو ته رسېږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او افغان حکومت د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړۍ نېټې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ او په دې ترتیب ګلبدین له کلونو وروسته هېواد ته راستون شو.

دغه هوکړه لیک په درې فصلونو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوې وه چې د هغه پربنسټ افغان حکوت ژمنه کړې وه چې د دغه ګوند ټول غړي به له بند څخه ازاد کړي.

شریک یي کړئ