Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید بګرام زندان ته راګرځول شوي دي'

په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له بګرام زندانه د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان له خوشې کولو درې ورځې وروسته یوشمېر سرچینې وایي چې د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې دا درې مهم غړي تر اوسه طالبانو ته نه دي سپارل شوي.

د دغو سرچینو په وینا، د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې دا غړي له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره په بند کې، افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو سره د تبادلې په موخه قطر کې د امریکا ا‌‌‌‌‌‌ډې ته لېږدول شوي وو.

سر چینې زیاتوي چې تبادله نه ده شوې او د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان بېرته د بګرام زندان ته استول شوي دي.

ولسمشر غني سې شنبې (د لړم په۲۱مه نیټه) د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې د یادو غړو د خوشې کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان په ۲۰۱۶کال کې د برمته شویو د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له بنده خوشې کېږي.

ټاکل شوې وه دغه درې کسان لومړۍ د قطر حکومت او وروسته بیا دغه هېواد کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارل شوي وی؛ خو طلوع نیوز ته سرچینې وایي دا کار نه دی شوی او مبادله له بندون سره مخ شوې ده.

د طالبانو د وخت لوی څارنوال، مولانا جلال‌الدین شینواری وایي: «تراوسه تباله نه ده شوې؛ دواړو لورو ترمنځ د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ خلا شته. کله چې هم طالبان و امریکاییان ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شي شاید تباله وشي.»

د سیاسي چارو کارپوه، اسدالله وحیدي څرګندوي: «ښایي د تبادلې په بهیر کې ځنډ راشي، هغه څه چې روښانه دي، دا چې له بنده قطر ته ولیږدول شول، خو طالبانو ته ونه سپارل شول.»

له بلې خوا یوشمېر سرچینې وایي بهرني استادان پاکستان کې دي، خو طالبان ته نېږدې بیا وایي چېدا کسان افغانستان کې ساتل کیږې. 

طالبانو ته نېږدې سرچینه، وحید مژده بیانوي: «افغانستان کې د امریکایي استادانو موضوع وخت نیوو او بل دا چې د پرون چاودنې اغېزه هم وه همداراز داچې د یوه اطمینان او تفاهم نشتو مسله هم د طالبانو او امریکا ترمنځ په دې اړه اغېزمنه وه.

 د افغانستان حکومت تمه درلوه چې د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډ لې دې دریوو غړو خلاصون سره به هېواد کې تاوتریخوالی کم او طالبان به حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

سر چینې وایي چې تبادله نه ده شوې او انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان بېرته د بګرام زندان ته استول شوي دي.

شریک یي کړئ