Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حقاني ډلې د دریوو غړو د خوشې کولو په تړاو د ولسي جرګې نیوکې

ولسي جرګې له بنده د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کولو له کبله پر حکومت سختې نیوکې کوي.

د جرګې ځینو غړو (چهارشنبې د لړم په ۲۲مه نېټه)  ویلي چې لوی څارنوال دې د حقاني شبکې د دغو دریو غړو د خوشې کېدو د څرنګوالي په تړاو عمومي مجلس ته د ځواب لپاره راوغوښتل شي.

د ولسي جرګې غړې، نیلوفر ابراهیمي وايي:«که پلمه سوله ده، ایا ۸۵۰ بندیان چې خوشې شول د همدې لیکي په مرسته دا هم د خبرو لپاره د تعظیم وو چې لا یې هم پایله نه ده څرګنده، بسنه نه کوي،‎ چې اوس د ملي خیانت په کچه امتیاز ورکول کېږي.»

ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې د حقاني ډلې درې نوموتي کسان انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید له پنځه کلن بند وروسته د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ډول خوشې کيږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د ځواب ویلو په موخه دې جرګې ته د لویې څارنوالي د مسوولینو ورغوښتل غواړي.

د ولسي جرګې غړی، همایون شهیدزاده څرګندوي: باید د افغانستان لوی څارنوال مجلس ته راوغوښتل شي او په دې اړه راپور ورکړي.»

خو د ولسي جرګې مشر بیا وايي د حقاني شبکې د دغو درېیو کسانو د خوشې کولو پر مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته غوښتل شوی و او په وینا یې حکومت دغه کار د قانون لمخې ترسره کړی دی.

د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني زیاتوي:« دا چې د دې بندیانو دوسیو ټول قانوني مراحل تېر کړي دي او ستره محکمه، لویه څارنوالي او امنیتي بنسټونه په جریان کي وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد لوی څارنوال، فرید حمیدي او د مشرانو جرګې رییس د ولسمشر لخوا د حقاني ډلې خوشې کېدو د علان پرمهال له ولسمشر سره ولاړ وو.

د دغې جرګې مشر زیاتوي چې، د سولې په چارو کې د دولت وزیر باید دغې جرګې ته راوغوښتل شي او د سولې د خبرو د جزییاتو له ورکړې سربیره باید په چین کې د بین الافغاني خبرو په موخه د غوره شوي پلاوي په اړه هم مالومات ورکړي.

د ولسي جرګې غړو د ولسمشر لخوا د حقاني ډلې د بندیانو خوشې کول، ترهګرو ته د امتیاز ورکول بولي

شریک یي کړئ