Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د حکومت له خوا مشخصو کسانو ته د سپين چک ورکول د منلو وړ نه دي"

د ولسي جرګې غړو د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د بهرنیو سفرونو دایمي لګښت د وړاندیز منظوري غیر قانوني ګړنه ګڼي.

د دغه بنسټ غړي وايي له بودیجې بهر اجراات او د حکومت له خوا مشخصو کسانو ته د سپين جک ورکړه د منلو وړ نه ده.

له همدې امله ولسي جرګې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د مالیې سرپرست وزیر او د ولسمشر غني لوړپوړی سلاکار همایون قیومي وربللی ترڅو په بودیجه کې د ناقانونه لاسوهنې او د خپلو سفرونو د نامحدودو لګښتونو د ترلاسه کولو په اړه د استازو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د ولسي جرګې غړی زلمی نوري وايي:«څه لاسته راوړنه لري چې په مېلیاردو افغانۍ یې په ناقانونه توګه تخطي کړې او په ۹۱ کوډ کې یې استفاده کړې دي او مجلس ته هم نه حاضرېږي او د مالیې وزیر د سفرونو لپاره سپین چک ورکول کېږي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د بودیجې په سند کې ناقانونه کړنې د دوی لپاره د منلو نه دي.

د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشېدي وویل:«د افغانستان د خلکو له بودیجې او بیت المال څخه اوه مېلیارده افغانۍ ورکې دي یعنې له نورو کوډونو څخه ۹۱ کوډ ته لېږدول شوي او مالومه نه ده چې چېرته لګول شوي دي.»

د ولسي جرګې غړی مخدوم عبدالله څرګنده کړه:«زموږ ټول همکاران دې د قطعیه په اړه قاطیت وښيي او حکومت دې پوه کړي هغه څه چې د بودیجې په سند کې راځي ولې دې اجرا کړي نه دي او د قطعیه ځواب راکړه.»

له بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر په یوه ناسته کې ټینګار کوي دې ته اړتیا ده چې د قانون خلاف کړنې وڅېړل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پبيرمایوډان وايي:«باید له هغو کسانو سره چې فاسد دي مقاومت وشي او په فساد تورن کسان باید له جدي پلټنو سره مخامخ شي.»

که څه هم حکومت ویلي د مالیې د سرپرست وزیر همایون قیومي کارونه او امتیازات د قانون له مخې ورکړل شوي خو سره له دې به ولیدل شي چې د چهارشنبې په ورځ به د ولسي جرګې په غونډه کې ښاغلی قیومي د وکیلانو قناعت ترلاسه کړي که نه. 

شریک یي کړئ