ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د نوي حکومت د کابینې د معرفي کېدو لپاره د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ونډې نوماند وزیرانو معرفۍ ته په تمه دي.
داسې پتېیل کېده چې، د حکومت نوې کابینې ته د ځينو څېرو د معرفۍ په برخه کې له اختلافونو وروسته، له لوی اختر وروسته نوماند وزیران به معرفي او له تحصیلي سندونو سربېره کاري سندونه یې د زیاتو ارزونو په موخه ولسي جرګې ته ولېږل شي؛ خو لا تر اوسه هم د نوې کابینې د جوړېدو څرک نه لیدل کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کله چې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له ښو معیارونو سره د ځينو کسانو نومونه ولسمشر ته ولېږي؛ نو ارګ به هم نوماند وزیران ولسي جرګې ته د رایو د ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل:«هر څومره ژر چې زموږ سیاسي شریکان د معیارونو پربنسټ نوملړ شریک کړي حکومت هغوی د اعتماد رایو ترلاسه کولو لپاره به پارلمان ته ولېږي.»
خو د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ویاند وايي، دوی د ښاغلي عبدالله ونډه د نوماند وزیرانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلي دي.
د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون څرګندوي:«زموږ له خوا ستونزه حل ده او د نوماند وزیرانو نوملړ چې په موږ پورې اړوند دی استولی او د هوکړه لیک پربنسټ پر هغه عمل کېږي.»
د سیاسي هوکړې پر بنسټ، د نیمې کابینې معرفي، د ملي مصالحې د عالي شورا معرفي او د دغې شورا د مشرتابه غړو د پاتې غړو معرفي کول د ښاغلي عبدالله له واکونو دي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرووف شپون په دې اړه وايي:«تر ټولو ستر لامل همدا دی چې دغه دوه تنه په خپل منځ کې جوړ نه دي، د والیانو او وزیرانو په هکله سره نه جوړېږي.»
د سیاسي چارو شنوونکی شهزاده مسعود هم وویل:«زه هیله لرم چې جناب ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ډېر ژر د مصالحې عالي شورا غړي اعلان کړي او د حکومت کابینه هم بشپړه شي.»
د کابل اوسېدونکی تمیم هم وايي:«بیا هم د ملي یووالي حکومت په څېر هر وزارت ته چې ځې سرپرست دی.»
خو سرچینې بیا وايي، د ارګ او سپیدار تر منځ د اختلافونو یو لامل، د سولې په چارو کې د دولت وزیر د نوماند معرفي کېدل دي چې، ښاغلي عبدالله مصطفی مستور دغه وزارت ته معرفي کړی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ یادې څوکۍ لپاره د یوه بل کس د معرفي کېدو غوښتنه کړې ده.