د طالبانو مشر ملا هبت الله د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کړګېچ پر حل ټینګار کوي.
هغه په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د دغې ډلې مبارزه په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د حضور پای دی.
ملاهبتالله همدارنګه زیاتوي چې د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ حل لاره دا ده ترڅو امریکايي ځواکونه او د هغه په وینا ښکېلاک ګر له افغانستان څخه بهر شي او خپلواکه افغان شموله اسلامي نظام واکمن شي.
هغه همدارنګه وايي چې طالبانو د تفاهم او مذاکراتو دروازې هم پرانیستې دي چې د دوی سیاسي دفتر په دې اړه د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت لري.
د طالبانو د مشر په وینا، کهچېرې امریکايي چارواکي د افغانستان د پېښې په سولهییز حل باور لري، نو باید په نېغه توګه د خبرو اترو مېز ته دې حاضر شي او کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.