Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خواجه‎عمري ولسوال د طالبانو په برید کې ووژل شو

د غزني د قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خواجه‎عمري ولسوال علي‎دوست شمس د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې ځينو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي:«تېره شپه ۲ بجې، طالبانو د خواجه‎عمري پر پوستو برید وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې او هوايي بریدونو په پایله کې، ۲۷ تنه طالبان ووژل شول.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې نښته کې ولسوال او ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي او همدارنګه د ولسوالۍ د ودانۍ ځينې برخې سوځېدلي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د خواجه‎عمري مرکز یې نیولی، خو د دغه ولایت امنیتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.    

د عزني ولایت ځايي چارواکو د دې پخلی کړی چې د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوال له ۷ تنو پولیسو سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

شریک یي کړئ