Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خواله رسنیو کارونکو له خوا پامیریانو ته د عدالت غوښتنې کمپاین

د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کارونکو د پامیریانو لپاره د عدالت غوښتنې تر نامه لاندې پراخ کمپیان پیل کړی دی.

دوی وایي د پامیریانو ستونزې یې د طلوع نیوز د هغه مستند نه ولیدې چې تېره اوونۍ خپور شو او اوس غواړي چې د پامیرانو ستونزو ته د پاملرنې لپاره یو کار ترسره شي.

د لارو او یوه لوی روغتون جوړول او د دغې سیمې ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرول هغه اړتیاوي دي چې دغه کسان یې د پامیریانو لپاره غواړي.

د پامیریانو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین یو غړی شفیق الله نظري وايي:«یوازې د دې لپاره چې د هغوی غږ اوچت کړل شي او هغه قفل چې کلونه کلونه یې خولې تړلې ده، پرانستل شي او پرېږدي چې د هغوی ته د عدالت غوښتنې لپاره یو سراسري کمپاین د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ترسره شي. »

په دې لړ کې د پامیریانو روغتیا ته پاملرنه د دې کمپاین لومړیتوب بلل کېږي.

د بدخشان د مدني ټولنې د مجمتع رییس  سیف الدین سایس څرګنده کړه:«یوازې درمل چې د خپلې ناروغۍ لپاره یې لري، کوکنار دي. هغوی چې په هرې ناروغۍ اخته وي، په ځانګړې تګه د سینه وبغل او د ستوني درد په ناروغۍ اخته وي، پر هغوی فشار راوړي، هغوی یوازې کولای شي له کوکنارو سره خپله درملنه وکړي او د کوکنارو له دوه درې ځله کارونې سره هغوی روږدي کېږي.»

خو د عامې روغتیا وزارت وايي تېر کال یوه قابله او یوه روغتیاپاله پامیر ته لېږل شوي او په دې برخه کې نور کارونه هم شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل:«د هغه نفوس په پام کې نیولو سره چې هلته شتون لري، د روغتیايي عرضي ګامونه شتون لري، د دې غوښتنه نه کوي چې هلته دې ام ډي ډاکټر وي؛ خو هغو ننګونو ته په کتو سره چې په سیمه کې موجود دي، زموږ په پلان کې دي چې یو روغتیايي مرکز ولرو چې ام ډي ډاکټر هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.»

د پامیریانو لپاره عدالت غوښتنه، له ټولنیزو شبکو هم پراخه شوې ده.

پر یوې لیک دړې لیکل شوي دي چې پامیران د افغانستان یو برخه ده هغوی باید هر نه کړل شي، چې دا په خپله د همدغو غبرګونونو یوه نښه بلل کېدای شي چې د پامیریانو د محرومیت او د دوی په وړاندې د حکومت بې پامي په کې ښودل شوې ده.

شریک یي کړئ