Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست او پکتیا ځانګړې کیسې؛ خوست یوازې یو پارک لري

اټن، ټوکې ټکالې او بېلابېلې لوبې هر مازدیګر د دې لامل کېږي چې د خوست اوسېدونکي د دغه ښار یوازیني پارک ته راوکاږي، هغه مستي او شور چې د پسرلي له رسېدو سره زیات شوي دي.

دغه پارک څه باندې یو کال کېږي چې فعالیت لري او اوس دغه تفریحي ځای خپله غېږه یوازې د خوست ولایت اوسېدونکو ته نه، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته هم پرانیستې ده.

رفیع الله هغه ځوان دی چې تل له خپلو ملګرو سره دغه پارک ته راځي، په دې اړه وايي:«دلته کرار کرار د تفریح کلتور او دود د عام کېدو په حال کې دی. له دې مخکې ډېره مشکله وه چې څوک دې پارک ته راشي، چکر ووهي او تفریح وکړي.»

له مازدیګره نیولې تر ماښام او د شپې تر ناوختو پورې دغه پارک ته تر څلور سوه تنه راځي چې یوه شېبه سره خوشحاله تېر کړي او دغه شمېر د جمعې په ورځو، در درې برابره زیاتېږي.

هغه ګڼه ګوڼه چې د دغه پارک کابو ۸۰  کارګر او هټۍ‎وال د دغه تفریحي ځای د تماشاچیانو د ښه هرکلي لپاره ډېرې هڅې ته هڅوي.

د لوګر ولایت ۳۸ کلن سید احمد وايي چې یوه موده کېږي چې په دغه پارک کې یې رسټورانټ پرانیستی دی.

هغه په دې اړه وايي:«اوس د شپې تر نهو او لسو بجو کار کوو؛ خو کله چې هوا توده شي، ښايي د شپې تر ۱۱ یا ۱۲ پورې هم واوسو.»

د دغه پارک د مسوولانو په وینا، هغوی هره ورځ تر دولس زرو افغانیو پورې عاید لري او دا له هغه څه ډېر دي کله چې په لومړي سره کې دغه پارک له دولت څخه د اجاره اخیستو په اړه فکر کېده.

د خوست د بازارموندۍ مسوول حمید چې د دغه پارک له اصلي کارکوونکو څخه دی وايي:«په خپلې موخه کې بریالي شوي یوو او ډېر خوشحاله یم. له نورو پانګه‎والو هم غواړو چې دننه په هېواد کې همدا ډول پانګونه وکړي.»

د دې ټولو سربېره لاهم دغه پارک ته کمې کورنۍ راځي او همدارنګه د شپې ناوخته دغه پارک تش تر سترګو کېږي. که‎څه هم د دغه پارک مسوولان او خلک په دې باور دي چې په خوست او ګاونډیو ولایتونو کې د امنیت له ښه‎والي سره، د داشان تفریحي ځایونو بازارونه، به ډېر پرمختګ وکړي.

په خوست کې یوازینی پارک څه باندې یو کال مخکې په فعالیت پیل وکړ او اوس دغه تفریحي ځای خپله غېږه یوازې د خوست ولایت اوسېدونکو ته نه، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته هم پرانیستې ده.

تصویر بندانگشتی

اټن، ټوکې ټکالې او بېلابېلې لوبې هر مازدیګر د دې لامل کېږي چې د خوست اوسېدونکي د دغه ښار یوازیني پارک ته راوکاږي، هغه مستي او شور چې د پسرلي له رسېدو سره زیات شوي دي.

دغه پارک څه باندې یو کال کېږي چې فعالیت لري او اوس دغه تفریحي ځای خپله غېږه یوازې د خوست ولایت اوسېدونکو ته نه، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته هم پرانیستې ده.

رفیع الله هغه ځوان دی چې تل له خپلو ملګرو سره دغه پارک ته راځي، په دې اړه وايي:«دلته کرار کرار د تفریح کلتور او دود د عام کېدو په حال کې دی. له دې مخکې ډېره مشکله وه چې څوک دې پارک ته راشي، چکر ووهي او تفریح وکړي.»

له مازدیګره نیولې تر ماښام او د شپې تر ناوختو پورې دغه پارک ته تر څلور سوه تنه راځي چې یوه شېبه سره خوشحاله تېر کړي او دغه شمېر د جمعې په ورځو، در درې برابره زیاتېږي.

هغه ګڼه ګوڼه چې د دغه پارک کابو ۸۰  کارګر او هټۍ‎وال د دغه تفریحي ځای د تماشاچیانو د ښه هرکلي لپاره ډېرې هڅې ته هڅوي.

د لوګر ولایت ۳۸ کلن سید احمد وايي چې یوه موده کېږي چې په دغه پارک کې یې رسټورانټ پرانیستی دی.

هغه په دې اړه وايي:«اوس د شپې تر نهو او لسو بجو کار کوو؛ خو کله چې هوا توده شي، ښايي د شپې تر ۱۱ یا ۱۲ پورې هم واوسو.»

د دغه پارک د مسوولانو په وینا، هغوی هره ورځ تر دولس زرو افغانیو پورې عاید لري او دا له هغه څه ډېر دي کله چې په لومړي سره کې دغه پارک له دولت څخه د اجاره اخیستو په اړه فکر کېده.

د خوست د بازارموندۍ مسوول حمید چې د دغه پارک له اصلي کارکوونکو څخه دی وايي:«په خپلې موخه کې بریالي شوي یوو او ډېر خوشحاله یم. له نورو پانګه‎والو هم غواړو چې دننه په هېواد کې همدا ډول پانګونه وکړي.»

د دې ټولو سربېره لاهم دغه پارک ته کمې کورنۍ راځي او همدارنګه د شپې ناوخته دغه پارک تش تر سترګو کېږي. که‎څه هم د دغه پارک مسوولان او خلک په دې باور دي چې په خوست او ګاونډیو ولایتونو کې د امنیت له ښه‎والي سره، د داشان تفریحي ځایونو بازارونه، به ډېر پرمختګ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه