Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خپلو دریوو همکارانو وژونکی پولیس ونیول شو

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش د هغه کس له نیولو خبر ورکوي چې درې میاشتې مخکې یې خپل درې پولیس همکاران په المارو ولسوالۍ کې د دندې پرمهال وژلي وو.

ښاغلی یورش نن(پنجشنبې د زمري په ۱۶مه نېټه) زیاتوي چې دغه کس قدرت الله نومیږي او د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د هغه په وینا تورن کس د خپلو همکارانو تر وژنې وروسته له طالبانو سره یوځای شوی وو.

د پولیسو ویاند څرګندوي د فاریاب پولیس وروسته له دریوو میاشتو وتوانېدل چې د غور ولایت پولیسو په همکارۍ د پېښې عامل دغه ولایت کې نیولی دی.

ښاغلی یورش بیانوي چې د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند وايي دغه کس قدرت الله نومیږي او د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی

شریک یي کړئ