Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د داعش خراسان څانګې قاضي القضات ووژل شو

د ملي امنیت ریاست د داعش خراسان څانګې د قاضي القضات عبدالله اورکزي له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې وايي چې «عبدالله اورکزی» د ملي امنیت په یوه عملیات کې وژل شوی دی؛ خو د دغو عملیاتو د کره وخت او ځای په اړه څه نه وايي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې «عبدالله اورکزی» د داعش د خراسان څانګې داستخباراتو مسوول و او د زمري په ۱۳مه نېټه د ننګرهار پر بندخونې برید یې د طالبانو له تخنیکي همکارۍ سره پلان کړی و.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د داعش دغه مسوول، د ولسي وګړو د سر پرېکولو او داعش جنګیالیو ته د ولسي وګړو لوڼو د نکاح کولو لپاره هم فتواګانې صادرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۱۱مه نېټه د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش د خراسان څانګې د عمومي مسوول اسدالله اورکزي له وژل کېدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ