درې میاشتې کېږي چې د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ له داعش ډلې پاکه شوې، خو اوسېدونکې یې وايي چې په دې ولسوالۍ کې لا هم کومه رغنیزه پروژه نه د پلې شوې.
دوی دولتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې له داعش دلې پاکې کړې او اوس یې سیمهییز پاڅون کوونکي ساتي، خو لا هم په جګړو کې ویجاړ شوي کورونه نه دي رغیدلي او هېڅ رغنیزه پروژه هم دې ولسوالۍ کې نه ده پیل شوې.
د نازیانو ولسوالۍ پاڅون کوونکی، اجمل شینواری وايي:«جګړه کې داعش ختم شوی، اخري سرحده پوږ پوستې لرو، او هغه پاڅون کوونکي ځای پر ځای شوي دي، نه طالب شته نه داعش، او امنیت ښه دی.»
پاڅون کوونکی، اخوند شینواری زیاتوي:«نازیانو نه داعش پاک شوي دي او موږ غواړو چې له دولت سره په همغږي یو شمېر نورو سیمو کې هم عملیات وکړو. »
ځايي استوګن اوس له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي، خو نیوکه کوي چې په جګړو کې ویجاړ شوي کورونه، ښوونځي او کلینکونه لا هم نه دي رغول شوي. د نازیانو ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره حکومت ورسره د رغنیزو پروژو د پلي کیدو ژمنې کړې وې ؛خو عملي کړي یې نه دي.
د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکی، شاپور شینواری څرګندوي:«دلته باید بیارغونه وشي، کوهیان ووهل شي، پروژې پلي شي.»
همداراز بل اوسېدونکی، ګل سلام زیاتوي:«دلته کار ته ډېره اړتیا ده، اوبه نشته، ښوونځي باید آباد شي، کورونه مو وران دي.»
د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل په وینا، ولسوالۍ په ولسوالۍ د حکومتدارۍ د ښه والي لپاره هڅه کوي او هغه ولسوالۍ چې پرمختیايي کارونو ته پکې اړتیا ډېره لیدل کېږي لومړیتوب به ورکړي.
ښاغلی میاخېل زیاتوي:«که ښه حکومتولي نه وي نو امنیت نشي راتلی. او که امنیت نه وي نو پراختیا نه کيږي، نو زموږ موخه دا ده چې هم پراختیا وشي او هم حکومت ولي وشي، او موږ دا کار ولسوالۍ په ولسوالۍ کوو.»
نازیان د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو څخه ده چې پر ډیورنډ کرښه پرته ده او زرګونه اوسېدونکو یې د داعېش د جګړو له کبله کورونه پرېښي وو چې یو شمېر یې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.