له بګرام زندانه یوولس طالب زندانیان د دریوو هندي انجینیرانو په بدل کې خوشې شوي دي.
طالبانو ته نېږدې سرچینې او د دغې ډلې پخوانی قومندان، سیداکبر آغا وايي چې یوولس تنه طالب بندیان د دریو هندي انجینیرانو په بدل کې تېره ورځ(یکشنبې د تلې په ۱۴مه نېټه) د بګرام له زندانه خوشې شوې دي.
طالبانو ته نیږدې سرچېنې وايي چې د طالبانو په خوشې شویو کسانو کې د دې ډلې مهم غړي شامل دي.
سرچینې زیاتوي چې په خوشې شویو کسانو کې د کنړ لپاره د طالبانو پخوانی والي، شیخ عبدالرحیم او همداراز د نیمروز لپاره هم د دغې ډلې والي، عبدالرشید بلوچ هم شامل دي.
د سرچینې په وینا تبادله د افغانستان په خاوره کې شوې چې ځای یې نه ده ښودل شوی.
خوشې شوې درې انجینیران تېر کال له ۴ نورو سره نیول شوي وو، او یو یې د مارچ په میاشت کې خوشې شوی وو.
اووه تنه انجینیران تېر زیږدیز کال کې هغه مهال د طالبانو لخوا برمته شول چې په بغلان ولایت کې د برېښنا یوه سټیشن لپاره یې کار کاولو.
تر اوسه دافغانستان او هند حکومتونو او د طالبانو ډلې په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.