Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوستم د پلویانو د لاریون لسمه ورځ او له ټاکنو سره د پرېکون ګواښ

په شمالي او شمال لویدیځ ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د جنرال دوستم د پلویانو لاریونونه لسمې ورځې ته وغځېدل.

اعتراض کوونکو په څلورو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او ګواښ کوي چې له راتلونکي ټاکنو سره به پریکون وکړي.

لاریون کوونکو په فاریاب، تخار، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ټاکنو د دفترونو پر تړلو سربیره حیرتان او شیرخان بندرونه هم تړلي دي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې اړه وايي:«تراوسه د اقینې، شیرخان او حیرتان بندرونه تړل شوي او همدارنګه په سرپل، فاریاب، جوزجان او تخار کې د ټاکنو دفترونه هم تړل شوي. په دویمه برخه کې زموږ اعتراضونه د حکومت پر عایداتي سرچینو او په ولایتونو کې د حکومت د کار درولو ته ځير دي.»

په فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار، سنمګان، کندز، نیمروز او هرات ولایتونو کې د پنجشنبې په ورځ هم د جنرال دوستم د پلویانو لخوا لاریونونه روان وو.

په تخار کې د جنبش ګوند غړی  پهلوان اسلام څرګنده کړه:«زموږ لاریونونه دوام لري او موږ ترڅو چې خپل حق ته ونه رسېږو دغو اعتراضونو ته دوام ورکوو.»

له بلخوا ځینې سرچینې وايي د ولسمشر دوهم مرستیال د دغو جنجالونو او اعتراضونو په اړه یو ځل په ترکیه کې له جنرال دوستم سره خبرې وکړې او د پنجشنبې په شپه به هم د ولسمشر مرستیالان وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو لپاره خبرې وکړي.

د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست او په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري لس ورځې مخکې له خپلو څو ساتونکو سره د ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا له نیولو وروسته کابل ته راوستل شو.

په همدې حال کې سرچینې وايي چې د دولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن شپه به په انقره کط له جنرال دوستم سره خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ