Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولتوالۍ برخه کې د بنسټیزو اصلاحاتو پر پلي کېدو د ولسمشر ټینګار

ولسمشر محمد اشرف غني چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې، د پرانیستې دولوالي د مشارکت په غونډه کې وینا کوله وویل چې د افغانستان د دولتوالۍ کلتور، اساسي بدلون ته اړتیا لري.

زیاته کړه چې د افغانستان دولت باید خلک محوره شي نه ځواک محوره.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت موخې په سیمه توګه تعقیب شي، په دغه هېواد کې به د پرمختیا ښې اسانتیاوې برابرې شي.

تادامیچي یماماتو په دې اړه څرګنده کړه:« نن یوازې د پيل ورځ ده ترڅو د ښې حکومتوالۍ په لور حرکت وکړو، زه تاسو هڅوم چې د عمل پلان جوړ کړئ ترڅو د پرانیستې دولتدارۍ ژمنې عملي کړو.»

له هغې وروسته چې په افغانستان د پرانیستې دولتوالۍ د بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ، د سه شنبې په ورځ د پرانیستې دولتدارۍ ټولنه په کابل کې پرانیستل شوه.

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې په هېواد کې د دولتي چارو پر ښه‎والي ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر زیاته کړه:«څوک پوهېږي چې زموږ د هېواد نفوذ څومره دی؟ د ۲۱ پیړۍ په دویمې لسیزې کې یوو خو تاسې د خپل هېواد په نفوذ نه پوهېږئ، تراوسه د خپلو لګښتونو په حساب نه پوهېږئ، څومره پیسې کومې خوا ته او د څه لپاره لګول کېږي او نه هم د دولتي کارکوونکو په شمېر پوهېږئ.»

ښاغلی غني په افغانستان کې دولتداري د قدرت په چورلیز کې بولي او د خلکو پر چورلیز د دغه بهیر د بدلیدو غوښتونکی دی.

ولسمشر غني وايي تراوسه نه پوهېږي په هېواد کې څومره دولتي کارکوونکي شته.

غني زیاته کړه:«ما لس ځله یوه وزارت ته مراجعه وکړه چې د هغه وزارت پروژې وڅېړم، هر ځل چې ولاړم په رپوټ کې یې ۵۰ تېروتنې وې او دغه پروژې پراختیايي پروژې وئ، نو پارلمان ته څه ډول رپوټ ورکوي او همدا ډول خلکو ته څه ډول رپوټ ورکوي.»

له بلخوا د ملګروملتو سازمان د افغان حکومت لخوا له فساد سره د مبارزې د تګلارې وروستي کیدل یوه لویه بریا ګڼي.

په افغانستان کې د دولتدارۍ په ټولنه کې د غړیتوب له مخې باید یو ملي پروګرام برابر او عملي کړي چې دا طرحه به د ملي یووالي په حکومت کې له روڼتیا او حساب ورکولو سره مرسته وکړي.

د رڼې او حساب ورکونکې حکومتوالۍ په موخه پرانیستې دولتداري یو نړیوال نوښت دی چې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې رامنځته شو او اوس ۷۵ هېوادونه په‎کې غړیتوب لري.

شریک یي کړئ