Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د دولتي ځواکونو بریدونو کې د مُلکیانو مرګ وژبله د منلو نه ده"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن (دوشنبې د مرغومې په ۷مه) وايي چې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی د منلو وړ نه دی.

دغه کمېسیون وايي چې په وروستیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده او امنیتي بنسټونه په خپلو پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي اصل ته ژمن نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو دوولسو میاشتو کې یوازې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۸۵ تنه مړه او ۲۶۵ نور ټپيان شوي دي.

دغه بنسټ د ملکي خلکو وژل جنګي جنایت بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وايي:«یو ملکي کس هم باید د وسله والو کسانو د جګړې پر مهال زیان وویني، خو له بده مرغه ورځ په ورځ زموږ اندېښنه زیاتېږي د دې لپاره چې وینو د مرګ ژوبلې شمېر کال په کال لوړېږي.»

تازه دوې شپې مخکې په بلخ ولایت کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ اوه غړي ووژل شول.

د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې حکومت د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي په اړه پرخپلو ژمنو ولاړ نه دی.

د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډلې رییس عزیز احمد تسل څرګنده کړه:«که چېرې د ملکي کسانو مرګ ژوبله صفر ته نه راټیټېږي، لږ تر لږه کم دې شي او دا د حکومت مسوولیت دی چې په جدي چلند وکړي.»

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل هم زیاتوي:«هغه مرګ ژوبله چې ملکیانو ته رسېږي، دا د دولت کمزورتیا ده او دولت ورځ په ورځ کمزوری کېږي د دې لپاره چې نور خلک په دولت اعتماد نه کوي.»

خو ملي دفاع وزارت طالبان د ملکي تلفاتو اصلي عاملین بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«د ملکیانو د سر او مال ساتنه د افغان امنیتي ځواکونو په کاري لومړیتوب کې دی، خو طالبان او نورې ډلې د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي عاملان دي.»

په تېرو څو میاشتو کې په میدان وردګو، هرات او لوګر ولایتونو کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو لخوا هوايي بریدونه شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو په اړه کره شمېرې نه ورکوي خو وايي چې د ملکي مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.

شریک یي کړئ