Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دین عالمان: حکومت دې د دیني عالمانو امنیت ټینګ کړي

د وزیر محمد اکبر خان جومات د امام ایاز نیازي له وژل کېدو وروسته، د جمعې په لومړي لمانځه کې لمونځ کوونکي په هېواد کې د دین عالمانو د امنیت تامین غوښتنه وکړه.

دکټور محمد ایاز نیازی، د پوهنتون استاد او د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب، د سې شنبې پر ماښام، د دغه جومات په منځ کې یوې چاودنه کې ووژل شو، له هغې یوه ورځ وروسته داعش ډلې ددغې پېښې مسوولیت ومنه.

هغه د دې سربېره چې د کابل پوهنتون کې استاد و، کلونه کلونه یې په دغه جومات کې خطیب وو او ډېر پلویان لري.

یو له دغو لمونځ کوونکو احسان وفا وايي:«نن موږ ایاز نه لرو؛ خو غږ یې ژموږ په غوږ کې دی. انشاالله د هغه غږ، په زرګونه نور نیازي جوړولی شي.»

بل لمونځ کوونکی حسام الدین هم زیاتوي:«د علماوو امنیت دې په جدي توګه ونیسي او د هېوادوالو امنیت هم. د ورځې موږ دوکه کېږو او له هرڅه پرته د نیازي په څېر شخصیتونه له لاسه ورکوو. نور علما له لاسه ورکوو.»
د محمد ایاز نیازي مړی تېره ورځ پنجشنبې (د غبرګولي په ۱۵مه) د وزیر اکبرخان جامع جومات په انګړ کې خاورو ته ورسپارل شوي.

د دین عالمانو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګواښ وکړ که چېرې حکومت تر راتلوونکې یوې اوونۍ د هغه د وژنې عاملان پيدا نه کړي، هغوی به له حکومت سره خپله اړیکه پرې کړي.

افغان حکومت د حج او اوقافو د وزیر په مشرۍ یو شپږ کسیزه پلاوی د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې د چاودنې د څرنګوالي د څېړنې په اړه ګومارلی دی. 
 
لمونځ کوونکي او هغه کسان چې د دوعا اخیستنې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی د هېواد د دیني عالمانو پر امنیت خوندینې ټینګار کوي.

شریک یي کړئ