د ۱۹ کلن زین العابدین مړی چې په ایران کې د رانسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې یو قرباني دی هرات ولایت ته ولېږدول شو.
د ایران سرتېرو نن جمعه (د مرغومې په ۲۷مه) د زین العابدین مړی د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپاره.
۱۹ کلن زین العابدین د هرات اوسېدونکی و چې، په دې وروستیو کې یې د سویډن تابعیت ترلاسه کړی و؛ خو له ۱۲ نورو افغان وګړو سره - چې د هغوی ډېری هم دوه تابعیته وو - تېره اوونۍ په ایران کې اوکرایني الوتکې د رانسکورېدو په پېښه کې ووژل شو.
۷۳۷ بوینګ ډوله اوکراینۍ الوتکه، د تېرې اوونۍ په چهارشنبې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په یوه توغندي ووېشتل شوه او وپرځېده. په دغې پېښه کې د دغې الوتکې ټوله ۱۷۶ سپرلۍ ووژل شوه.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې لس نور قربانیان چې افغان وګړي وو، په ایران کې خاورو ته سپارل شوي او دوه نور مړي لا پېژندل شوي نه دي.
د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده په دې اړه وايي:«له بده مرغه زموږ ۱۳ هېوادوالو د اوکراینۍ الوتکې په پېښه کې خپل خوږ ژوند بایلود او نن د اسلام کلا په صفري ټکي کې موږ د خپل یوه شهید مړی ترلاسه کړ.»
د زین العابدین کورنۍ د هغه د مړي د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ مرزي سیمې د اسلام کلا بندر ته تللي دي.
د زین العابدین پلار عبدالحکیم وویل:«دا کار جنایت دی. له دې ستر جنایت نشته. بې ګناه سړی له د هوا له لارې ته خو ووژل شو.»
د زین العابدین خپلوان د ایران د ځواکونو له خوا د اوکراینۍ الوتکې رانسکورېدل غندي او د ایران حکومت له خوا د قربانیانو کورنیو ته د ګرمۍ (غرامت) د ورکړې غوښتنه کوي.
د زین العابدین له خپلوانو سید احمد حسیني په دې اړه څرګندوي:«نوم به یې جنایت کېږدو! له دې ستر جنایت نشته؛ د دې لپاره چې لومړی ایران دا پېښه پټه کړه او دې کورنیو ته ډېر درد ورکړ.»
له دې سره سم، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان او د کاناډا، بریټانیا، سویډن او اوکرایین د بهرنیو چارو وزیرانو په لندن کې په یوې ناسته کې د اوکراینۍ نسکوره شوې الوتکې د قربانیو کورنیو ته د ایران د حکومت له لوري د غرامت ورکړې غوښتنه کړې ده.
په ایران کې د اوکراینۍ رانسکورې شوې الوتکې پېښه کې ۱۴۷ ایراني، ۱۳ افغان، څلور سویډني، دوه اوکرایني او دوه هم کاناډايي وګړي وژل شوي دي.