Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رایو بیا شمېرنې او تفتیش بهیر به سبا بېرته پيل شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه وايي چې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر په ټولو ولایتونو کې پاتې دی، او سبا (یکشنبې د لړم په ۲۶مه) دغه بهیر له سره پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ چې نن ماښام (شنبې د لړم په ۲۵مه) په یوې خبري ناسته کې وینا کوله، وویل چې د دغه بهیر د بیا پيل په اړه له معترضو نوماندانو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د مېرمن نورستانۍ په وینا، د رایو د بیا شمېرنې د بهیر له درېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو تراوسه دوه تخنیکي غونډې د معترضو نوماندانو له استازو سره لرلې دي او په دغو ناستو کې پر جنجالي مسایلو بحث او خبرې شوې دي.

د کابو اته زره رایو د بیا شمېرنې بهیر، تېره اوونۍ پيل شو، خو درې ورځې مخکې، له دغه بهیر سره د ځينو ټاکنیزو ډلو له مخالفت وروسته دغه بهیر ودرول شو. 

د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ډلو او همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره پرېکون اعلان کړی وو.

د دغو نوماندانو نیوکه دا وه چې ۳۰۰ زره رایې چې د هغوی په وینا بایومېټریک شوې نه دي، د بیاشمېرنې په بهیر کې شاملېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې پر بنسټ، هغه رایې چې بایومېټریک شوې نه وي، اعتبار نه‎لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې هغه رایې دغه بنسټ ته د اعتبار وړ دي چې د بایومېټریک نښان ولري.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. اوس چې له دغه مودې کابو دوه میاشتې تېرېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې حتا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان تراوسه درې ځله ځنډول شوي؛ په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې د تلې په ۲۷مه اعلان شي او وروسته بیا د لړم په ۲۳مه خو اوس تر نامالونې مودې ځنډول شوی دی.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش څخه وروسته ډېر ژر به لومړنۍ پایلې اعلان شي.

شریک یي کړئ