Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د روسیې او قطر وزیرانو د جمعې په ورځ (د وږي په ۸مه) په یوې ټلېفوني اړیکه کې د افغان سولې او سوریې په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد‎آل ثاني سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

له دې مخکې لاوروف هغه څه چې له داعش ډلې سره په مبارزه کې د لوېدیځ دوګونی چلند بللی و، اندېښنه څرګنده کړه کړه.

هغه وویل:«له شک پرته، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید له دوګوني چلند ازاد و خالي وي. په دې برخه کې ټکان ورکوونکي مالومات شته، چې زموږ ځينې لوېدیځي همکاران له هغو ترهګرو ډلو سره چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا منع شوي دي دوګونی چلند لري.» 

هغه همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه چې له روسیې، هند او د سیمې له نفوذ لرونکو هېوادونو وغوښتل چې له داعش سره مبارزه وکړي وویل:«له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره مبارزه زموږ په تمرکز کې دي.»

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه څه چې له داعش ډلې سره په مبارزه کې د لوېدیځ دوګونی چلند بللی و، اندېښنه څرګنده کړه کړه.

شریک یي کړئ