Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیايي خدمتونو  لپاره د مالي امکاناتو له نشتوالي اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې هر کال د هر هېوادوال لپاره پنځه ډالره لګول کېږي؛ په داسې حال کې چې په بې‎وزله هېوادونو کې، دا پیسې په کال کې له ۲۰ ډالرو اوړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ د روغتیا د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل:«د افغانستان نوي سلنه خلک، له هر روغتیايي مرکز څخه پر پښو د دوه ساعته واټن په اندازه لیرې دي. چې تراوسه هم بسندویه نه دي او دې ته اړتیا ده چې لاسرسۍ ډېر شي. بله ستونزه چې موږ سره لاس او ګران یوو، په یوه کال کې پر یوه کس پنځه ډالره خدمتي عرضه لرو چې خلکو ته یې ورکوو؛ په داسې حال کې چې په بې وزله هېواد افریقا کې دا پیسې په کال کې پر یوه کس له ۲۰ ډالرو اوړي.»

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون رسس مجیب الرحمان څمکني چې هم په دغې غونډه کې ګډون درلود وویل:«موږ نن، په داسې حالت کې د روغیتا نړیواله ورځ لمانځو د واټونو په ګلدانیو کې چې ګلانو او ونو د ښکلا او تزیین لپاره جوړ شوي وو، اوس په دغو برخو کې، تر هر بوټي لاندې روږدي پراته دي. موږ نن په داسې حالت کې د روغتیا نړیواله ورځ لمانځو چې په ټول افغانستان کې، د ناروغیو د درملنې او تشخیص یو سم مرکز نه‎لرو.»

په دغه راز وضعیت کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ښه کېدو  لپاره د ټولیزو هڅو د زیاتېدو پر اړتیا ټينګار کوي.

په افغانستان کې د روغیتا د نړیوال سازمان استازی ریچارډ پیپرکارن څرګنده کړه:« زما لپاره، حکومت،  نړیوال همکاران، مرستندویان، خصوصي سکټور او دغه راز مدني ټولنه، رسنۍ او تاسو ټول مهم رول لرئ، تاسې باید د روغتیا د نړیوال پوښښ په برخه کې راسره دا رول ولوبوئ، دا یو اوږد سفر دی، خو لکه څرنګه چې مو یادونه وکړه، اغېز به یې ارزښتناک وي.»

 هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت وړاندې کړي دي ښيي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲ زره او ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت لري.

 په داسې وضعیت کې په وروستي یوه کال کې د هېواد په جګړه ځپلو سیمو کې لسګونه روغتیایي مرکزونه هم له فعالیته پاتې دي .

شریک یي کړئ