Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړیوال بنسټ ناظران ایران ته ورسېدل

د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي دوشنبې(د کب په ۱۲مه نېټه) ویلي دي چې د دغه بنسټ ناظران د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ایران ته رسېدلي دي.

دغه بنسټ وايي چې دغه ناظرانو ایران کې د ۱۵ زرو روغتیايي کارکوونکو ته محافظتي توکي وروړي او همداراز یې ۱۰۰زرو کسانو ته د معاینه کولو زمینه برابره کړې ده.

له بلې خوا کاناډا له هغو مسافرانو چې له ایرانه دغه هېواد ته ورځي، غوښتنه کړې، څو ۱۴ ورځې په خپلو کورنو کې پاتې شي.

همداراز یې له خپلو وګړو غوښتنه کړې، څو ایران ته له تلو ډډه وکړي.

دا هېواد تر اوسه ۲۷ مثبتې پېښې لري.

همداراز عربي متحده اماراتو هم اعلان کړی چې خپل وګړي به له ایرانه وباسي.

د راپورونو له مخې دا پرېکړه په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته شوې ده.

په همدې حال کې امریکا متحده ایالاتو د کرونا له کبله د شپږم کس مړینه ثبت کړه. دغه هېواد کې نېږدې سل کسان په کرونا یروس اخته دي.

پاکستان کې هم د کرونا ویروس پنځمه پېښه ثبت شوې ده.

 د پاکستان په کراچۍ او ګلګت بلتستان کې هم ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې چین کې چېرې چې د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره خپور شو، د مړینې کچه راټیټه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې دغه هېواد ته د نړۍ روغتیا بنسټ لخوا د روغتیایي توکو او درملو شپږمه چوپه هم ایران ته رسېدلې

شریک یي کړئ