Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عامې روغتیا وزارت لخوا د بیړنیو پېښو د مدیریت سیسټم جوړول

د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د پېښو د مدیریت د شبکې سیسټم جوړولو خبر ورکړ. دا سیسټم د عامې روغتیا وزارت لخوا د روغتیا د نړیوال سازمان په مالي مرسته په وخت پېښو ته د رسېدو او رپوټ ورکولو په موخه جوړ شوی دی.

دې سیسټم ته د پېښو د مدیریت شبکه وایي او پر مټ به یې د پېښو له ځایه په لږ وخت کې کره مالومات راټول او انټرنېټي سیسټم کې به خپور شي. جوړ شوی سیسټم به د انټرنېټي پاڼې له لارې له ټولو ولایتونو نه د هر ډول پېښو په اړه مالومات له سیمې راټولوي او ورته ځانګړې جوړې شوې پاڼه کې به یې خپروي.

بیړنیو پېښو ته د رسېدو د مرکزي دفتر رییس، میر لیث مصطفی وايي:«موږ دا تګلاره داسې تنظیم کړې چې که پېښه لویه وې موږ ته خبر راکړل شي.‎»

د پېښو د مدیریت د دغه سیستم پر جوړولو یو مېلیون ډالر لګول شوي دي.

د روغتیا نړیوال بنسټ استازی، ریچارډ پېپرکورن وايي:«موږ هماغه شان چې ویلي، د طبي بیړني وضعیت ملاتړ مو پراخ کړی او لا به یې پراخ کړو، موږ د «سي سي سي» او «اي ام اس» د فعالیت له دوامه ملاتړ کوو، موږ له کارکوونکو او همداراز له نورو بېلابېلو برخو هم پراخ ملاتړ کوو.»

د عامې روغتیا وزیر وايي د پېښو د مدیریت د سیسټم جوړول د افغانستان وضعیت ته په پام سره یوه جدي اړتیا ده.

د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز څرګندوي:«جوړه شوې تګلاره له موږ سره مرسته کوي چې موږ ډېر ژر له پېښې خبر شو، پرېکړه وکړو او ژر عمل وکړو، همغږي رامنځته کړو او له کمو سرچینو چې لرو یې کار واخلو.‎»

د پېښو د مدیریت دا سیسټم له کابله چې مرکز یې د عامې روغتیا په وزارت کې دی اداره کېږي او په ولایتونو کې له ټولو مرکزونو سره د انټرنېټ له لارې نښلول شوی دی.

د پېښو د مدیریت دا سیسټم پر وخت د پېښو په اړه د راپور ورکړې په موخه د روغتیا نړیوال بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی دی

شریک یي کړئ