د کورنیو چارو وزارت ویاند نن دوشنبې (د زمري په ۷مه) وايي چې د «زرغون بهیر» پر دفتر د برید د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد.
رحیمي وايي چې د زرغون بهیر د دفتر څلور تنه ساتونکي چې امنیتي ځواکونه وو، او ۱۶تنه مُلکیان په دغه برید کې وژل شوي دي.
د کورنو چارو وزارت د چارواکو په وینا، تېره ورځ مازدیګر څلور بریدګرو د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د زرغون بهیر دفتر تهڅېرمه موټربم ته چاودنه ورکړه او وروسته له امنیتي ځواکونو سره د شپږو ساعتونو لپاره په نښته شول.
د دغه برید پرمهال د زرغون بهیر مشر او همدارنګه د دولت جوړونې د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح حضور درلود، چې ډېر ژر د پېښې له ځایه راوستل شو.
برید له هغې وروسته ترسره شو چې ښاغلی صالح د خپل لومړني تاکنیز کمپاین څخه دفتر ته راغلی و.
د اجراییه عبدالله عبدالله ویاند فریدون حوزون وايي چې ښاغلی عبدالله له دغه برید وروسته له امرالله صالح سره ولیدل.
ولسمشر غني هم له دغه برید وروسته، د خپلې ټاکنیزې ډلې له لومړي مرسیتال ښاغلي صالح سره ولیدل.
دا برید د افغان حکومت، ملګرو متلونو سازمان، مخکني ولسمشر حامد کرزي، د هندوستان او پاکستان حکومتونو، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له خوا وغندول شو.
د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.