وروسته له دوو ورځو واورو اورښتونو دسالنګ لاره نن(دوشنبې د کب۲مه) د مسافرو تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې مسوؤل، جنرال رجب سالنګي وايي چې وروسته له دوو ورځو سختو واورو له امله د سانلګ تړل شوې لاره اوس پاکه شوې او مسافر پرې تګ راتګ کولی شي.
ښاغلي رجب له مسافرینو غوښتنه وکړه چې د سفر پر مهال ټرافیکي قوانین په پام کې ونیسي.
د سالنګ لویه لاره (شنبې د سلواغې۳۰مه) یوځل بیا د مسافرینو تګ راتګ په موخه وټړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب ویلي وه چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ نړل شوې ده.