Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د سلام وطندار خبریال له یوې میاشتې راهیسې د ملي امنیت بند کې دی'

په خوست ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دفتر وايي چې په دغه ولایت کې د سلام وطندار راډیو خبریال رحیم سکندر له یوې میاشتې راهیسې د ملي امینت په بند کې دی.

په خوست کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دفتر چارواکي په دې باور دي چې رحیم سکندر په خواله رسنۍ کې د خپلو فعالیتونو له امله د ملي امنیت له خوا نیول شوی دی.

په سوېل ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی سیف الله حیات وویل:«د سلام وطندار راډيو خبریال په فېسبوک کې د خپل فعالیت له امله د ملي امنیت له خوا نیول شوی دی. زموږ غوښتنه دا ده چې د سکندر موضوع د رسنیو د سرغړونې کمېسیون په چوکاټ کې تعقیب کړي.»

په خوست کې د سلام وطندار راډیو خبریال رحیم سکندر کورنۍ له حکومته غواړي چې نوموړی له زندان څخه ازاد کړي دوی زیاتوي رحیم سکندر د خوست د ملي امنیت ریاست لخوا نیول شوي دی.
 
خبریال رحیم سکندر مور شمال ګله وايي:«څه ګناه یې کړې ده؟ په کوم جرم نیول شوی دی؟ د سکندر جرم معلوم نه دی.»

خبریال رحیم سکندر ورور صدیق الله هم وویل:«سکندر ګناه نه ده کړئ... د هغه څو ماشومان بې سرپرسته دي. دا څه ډول حکومت دی چې بې ګناه خلک نیسي.»

د سلام وطندار راډیو مسوولین له امنیتي ادارو غواړي چې د خبریال سکندر د نیولو په اړه دې دوی ته ځواب وايي او دا دې روښانه کړي چې د کوم جرم له مخې نیول شوی دی.

د سلام وطندار را‌ډیو د خبرونو مسوول شاه حسین رسولي څرګنده کړه:«موږ ته ځواب راکړئ چې چلند یې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي سکندر د فعالیتونو له امله دی؟ چې دا غیر معقوله خبره ده... او که نه ده بیا هم باید ځواب ووايي چې د یوه خبریال د نیولو دلیل - هغه هم په داسې شرایطو کې چې موږ ژوند کوو او د ځينو ارزښتونو موضوع هم مطرحه ده - چېرته رسېږي.»  

خبریال رحیم سکندر په ټولنیزو شبکو په ځانګړي توکه په فېسبوک کې فعالیت درلود چې د حکومت او د چارواکو په اړوند توندې نیوکې کولې نو د سکندر ملګري هم په دې باور دي چې پر حکومت د نیوکو کولو له امله د خوست د ملي امنیت ریاست لخوا نیول شوی خو تر اوسه د خوست ځايي چارواکو او د ملي امنیت ریاست څه نه دی ویلي. 

خو ملي امنیت کې یوه سرچینه وايي چې سکندر "د نظام پر وړاندې تبلیغ، د جزا قانون ۲۴۳، ۲۵۱ او ۳۵۸مادو له مخې حکمي شخصیتونو توهین لپاره نیول شوی دی او دوسیه یې څارنوالي کې ده."

دغه سرچینه زیاتوي دغه خبریال مخکې له دې چې ونیول شي، درې ځله ورته توصیه شوې وه او څلور وار ونیول شو.

شریک یي کړئ