Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سمنګانو نوی والي رسماً معرفي شو

یو شمېر سرچینې طلوع نیوز ته ویلي دي چې عبدالطیف ابراهیمي د سمنګانو ولایت لپاره نن( سې‎شنبې د کب پر لومړۍ)رسمآ معرفي شو.

د مرکزي حکومت یو پلاوي د نوموړي ملتیا کوله.

سرچینې وايي، د سمنګانو پخواني والي، عبدالکریم خدام نوی والي سره په غېږه روغبړ کړی او هغه یې معرفي کړی دی.

د طلوع نیوز خبریال وايي چې د والي دفتر شاوخوا وسله‎وال ځواکونه لیدل کېږي.

مخکې له دې د یاد ولایت مخکني والي ګواښ کړی وه چې د جمعیت هوکړې پرته له خپلې دندې ګوښه نشي.

د سمنګانو نوی والي رسماً معرفي شو

د سمنگانو لپاره نوي ټاکل شوي والي نن په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه، نوموړی د کابل څخه ورسره پلاوي معرفي کړ او پخواني والي هم ورته ښه راغلاست وویل

شریک یي کړئ