Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سمنګان اوسېدونکي: له بریدګرو سره دې مرسته کوونکي په ګوته شي

د سمنګان ولایت اوسېدونکي د هغو کسانو د پېژندلو غوښتونکي دي چې له بریدګرو سره یې مرسته کړې چې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست ته ورسېږي. دوی وايي چې دغو بریدګرو له څو امنیتي پوستو له تېرېدو وروسته پر دغه ریاست ځانمرګی برید کړی دی.

د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه) په سمنګان ولایت کې د طالبانو دغه برید د دغه ولایت د ملي امنیت ۱۱ کارکوونکي وژلي او د مُلکي وګړو په ګډون ۶۳ تنه ټپيان کړي دي.

د سمنګان پر څارګرې ملي ادارې د طالبانو د ځانمرګي او ډله ییز برید نښې نښانې له ډېر لرې واټنه هم ښکاري.

د سمنګان اوسېدونکی: محمدبیګ وویل:«د سمنګان ولایت اوسېدونکي اندېښمن دي، وضعیت ډېر خراب و. باید امنیت نیول شوی وای.»

د سمنګان بل اوسېدونکی برات هم وايي:«خلک ډېرې وېرېدلي دي او ډېر ټپيان دي، چې ډېری یې مُلکیان دي، دا هوټل ته وګورې چې په څه حال دی، خلکو ته یې ډېر زیان رسولی دی.»
 
د دغې پېښې ډېری ټپیان ولسي وګړي دي. د سمنګان ځينې اوسېدونکي دغه برید په داسې مهال کې چې ټاکل شوې د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي، د پوښتنې وړ بولي. 

دغه برید د طالبانو له لوري هغه مهال ترسره شو چې، د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر او د افغانانو تر منځ د خبرو پیلولو لپاره تابیاوې همداراز دوام لري.

د سمنګان ولایت اوسېدونکی نعمت‌الله څرګندوي:«طالبانو خو سوله کړې وه. خو دا دی بیا دغسې بریدونه کوي، دوی په خپلې ژمنې نه دي ولاړ.»

د سمنګان اوسېدونکي له حکومته غواړي چې، دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د وسلوالو طالبانو دې برید سخت مالي زیانونه هم اړولي دي، د ایبک ښاروال وايي دې ادارې ته تر ۲۵مېلیونه افغانیو ډېر زیان ور اوښتی دی.

د ایبک ښاروال فیروزالدین تیګین، شهردار  ایبک وايي:«موږ ته کابو ۲۵ مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی، زموږ دوه موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوي او درې نور موټر چې هېڅ استفاده مو ترې نه وه کړې او تازه تسلیم شوي یوو هم خراب شوي دي، یوه دروازه جوړه نه ده او ټولو ودانیو درز کړی نور د استفادې وړ نه دي.»

د دغه برید موخه د دغه ولایت د څارګرې ملي اداره وه؛ خو د ښاروالۍ د ځينو کارکوونکو په ګډون ځینو ولسي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

د سمنګان مرستیال والي صفت‌الله سمنګاني وايي:«موږ دوه ځایه چې امنیتي چک پاینټه په فیروز نخجیر او اخ کم کې لرو، چې البته له هغوی څخه بې پروايي شوې ده او دغه موټر توانېدلي چې د ایبک ښار ته راننوځي او دا برید ترسره کړي.»

شاوخوا ۵ کاله مخکې همدې پېښې ته نږدې د ولسي جرګې د یوه غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده پر مراسمو یو ځانمرګی برید شوی و چې په پایله کې یې د احمدخان سمنګاني په ګډون ۳۲ تنه وژل او ۴۰ نور کسان ټپيان شوي و.

شریک یي کړئ