Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې بهیر کې د ښځو  پر ونډې ټينګار

هرات کې د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو نن(پنج شنبې د لیندۍ په ۲۸مه نېټه) د یوې ناستې په ترڅ کې د سولې خبرو اترو بهیر کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه.

دوی وايي چې د پردې ترشا د پرېکړو په تړاو اندېښنه لري او باید چې د خبرو جزئيات له خلکو سره شریک کړی شي.

هرات کې مدني فعال، محمد جاوید وردک په دې اړه وویل:«[د ناستې] ګډونکوونکي خبرې کوي دا چې څه غوښتنې لري، له حکومت او طالبانو او نړیوالې ټولنې څه غوښتنې لري.»

د ناستې ګډونکوونکي د سولې خبرو جزئیاتو نه خپرولو په تړاو اندېښنه لري.

د غونډې  ګډونوال‎، عبدالله انصاري بیانوي:«د سولې خبرې چې اوس روانې دي، ناڅرګندې دي او دا د ځوانانو او د پوهې خاوندانو او افغانستان ملت ته.»

د غونډې ګډونواله، صدیقه نظري زیاتوي:«هیله لرم چې ښځې هم د سولې په خبرو کې شاملې کړي. ښځو په تېرو دوو لس ییزو کې ډېرې قربانۍ ورکړې چې دې دریځ ته ورسېدې، بیا نه غواړو چې لومړۍ ځای ته وګرځو.»

په همدې حال کې دوی د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه غواړي.

د ښځو د حقونو فعاله، دل جان حیدري څرګندوي:«ښځې باید د سولې بهیر کې ونډه ولري. له بده مرغه ښځې په هره برخه کې لیري کېږي؛ زه خاصه هیله د سولې بهیر ته نلرم.»

همداراز ملکه رسولي هم زیاتوي:«خلک تر ډېره دې خبرو ته هیله نلري، ځکه چې د خلکو ګډون مخکنیو ناستو کې کم وو.»

 په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرو تل د افغانانو اندېښنې راپارولي دي. دوی وايي چې، د دغو خبرو جزییات تل پټ ساتل شوي او ویره لري چې په دې لړ کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې قرباني نشي.

د سولې بهیر کې د ښځو  پر ونډې ټينګار

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د سولې خبرو بهیر کې باید ښځې لیري پاتې نشي

شریک یي کړئ