Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو کوربه توب ته د ناروې او المان لېوالتیا

ناټو د ناروې او المان هېوادونو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه‎توب له غوښتنې هرکلی کړی دی.

د ناټو عمومي منشي بروکسل کې ددغه سازمان د دوه ورځنۍ غونډې د پیل پر مهال ویلي چې المان او ناروې د سولې بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کوربتوب غوښتنې وړاندیز کړې دي.

د ناټو دغه لوړپوړي چارواکي له وسله‎والو طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي په کمولو سره سولې ته خپله رښتېني اراده وښيې، څو د خبرو اترو  لپاره زمینه برابره شي.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالب استازي د سولې د هوکړې لاسلیک کېدو ته تر بل هر وخته ډېر نږدې شوي او ولسمشر هم د لومړي ځل لپاره د تاوتریخوالي کمښت منلی دی؛ د ناټو لوی منشي وايي چې، دغه تړون، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره له هرې پرېکړې هر کلی کوي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وايي:«‎موږ له هر هغې پریکړې چې، د تاوتریخوالي د کمښت لامل شي هر کلی کوو. موږ په ټینګه باور لرو چې، تر ټولو ښه پریکړه چې ناټو کولی شي له هغې ملاتړ وکړي، روزنې او سلا ورکړې ماموریت او له افغانستان سره مرستې کولو ته ژمن پاتې کېدل دي؛ ځکه د افغان ځواکونو د روزنې او له هغو سره په مرستې کولو سره کولی شو دغه ځواکونه دومره پیاوړي کړو چې دا پیغام طالبانو ته ورکړي چې، هېڅکله به هم په جګړې کې بریالي نشي.»

د ناټو دغه چارواکی له طالبانو غواړي، څو په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپله رېښتیني اراده وښيي:«‎طالبان باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپله رېښتینې اراده وښيې، څو په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل شونې شي. د ناټو ملګري هېوادونه په افغانستان کې شتون لري. امریکا له طالبانو سره خبرې کوي او سفیر خلیلزاد څو وارې په دې اړه د ناټو له ملګرو هېوادونو سره بحثونه کړي دي.»

د ناټو عمومي منشي د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره د کوربتوب په موخه د دغه تړون د دوو غړو له وړاندیزه هم خبر ورکړ.

ینس سټولټنبرګ زیاتوي:«‎ناروې او المان د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره د موکې برابرولو وړاندیز کړی دی او اوس هر کله چې موږ پرمختګ وګورو او که چېرې وکولی شو د افغانانو تر منځ خبرې پیل کړو، نو د ناټو دوو غړو هېوادونو د دغو خبرو لپاره د اسانتیاو د برابرولو ژمنه کړې ده.»

له دې سره سره، د ناټو لوی منشي وايي: دغه تړون تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو خپل مالي ملاتړ ته ژمن دی.

شریک یي کړئ