Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې د حکومتي پلاوي پر ګمارنې د ولسي جرګې د غړو نیوکې

د ولسي جرګې ځینې غړي له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د ګمارلو له امله پر حکومت نیوکه کوي.

د ولسي جرګې دغه غړي وايي چې د سولې مرکچي پلاوي غړي، د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو تجربه او وس نه‎لري. او حکومت باید پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.

د ولسي جرګې د دغو غړو په باور افغانستان به له دې پلاوي سره سولې ته ونه رسېږي. ځکه د دغه پلاوي غړي تجربه، صلاحیت او ټولنیز نفوذ نه لري.

د ولسي جرګې غړې نفیسه  عظیمي وايي:«ولسمشر باید په دې اړه په ژوره توګه فکر کړی وای. داسې کسان یې ګمارلي وای چې لږ تر لږه د افغانستان سیاست یې له عمر سره مطابقت درلود، دوی هغه کسان دي چې ټولنیز نفوذ نه لري او زه نه پوهېږم د دوی د ګمارنې معیار څه وه.»

د ولسي جرګې بل غړی جعفر مهدوي هم څرګندوي:«د حکومت کړنه چې وینې داسې احساس کوئ چې حکومت د سولې پرمخ بیولو ته انګېزه او هوډ نه لري. هغه پلاوی یې چې معرفي کړی، د دغه پلاوي ۹۰ سلنه غړي له طالبانو د خبرو او پر مېز د کېناستو لپاره تجربه، واک او ټولنیز نفوذ نه‎لري.»

د ولسمشر د دفتر رییس،عبدالسلام رحیمي، د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته، حسینه صافۍ، د لوړو زدکړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیاله ډاکټر عالمه، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي، او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب له هغو کسانو دي چې په دغه پلاوي په ترکیب کې دي.

په دې لړ کې ګوندونه او سیاسي بهیرونه د حکومت له لوري ګمارل شوی سیاسي پلاوی ردوي او د  سیاسي ګوندونو، حکومت، مدني ټولنې او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو وړاندیز کوي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د کمېټې غړی محمد ناطقي وویل:«موږ هیله لرو چې افغان حکومت دې هم د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو لیدلوري او چارچوکاټ واوري او په ضمن کې د پلاوي په اړه هم که‎چېرې وشي یو څلور اړخیزه پلاوی وګمارل شي د مذاکرې لپاره غوره دی، د ګوندونو طرحه څلور اړخیزه ده.»

په داسې حال کې چې واشنګټن له طالبانو سره سولې ته د رسېدو لپاره بیړه لري. ولسمشر غني په ژنیو غونډه کې وویل چې د حکومت د سولې طرحه به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

له دې ټولو سره سره د حکومت له لوري د ګمارل شوي پلاوي یو غړی وایي چې ولسمشر غني به د شنبې پر شپه د دغه پلاوي له غړو سره وګوري.
 
شریک یي کړئ