Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې سوړ خو د جګړې ګرم ډګر؛ طالبان پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي

ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ځينو برخو کې طالبان لا هم پر دولتي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او په مقابل کې، دغه ځواکونه هم د دغو بریدونو په ځواب کې کله ناکله له طالبانو سره ښکېل کېږي.

که څه هم طالباقنو په دې وروستیو ورځو کې د خپلو بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او امنیتي بنسټونو هم د دغې ډلې په وړاندې خپلو خوځښتونو ته د «فعالې دفاع» نوم ورکړی دی.

په افغانستان کې د سولې د راوستو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه څو ورځې وروسته پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو بریدونه پيل شول، خو په مقابل کې امنیتي ادارو اعلان وکړ چې ځواکونه یې په دفاعي حالت کې دي.

ملي دفاع وزارت وايي دولتي ځواکونه پر همدې حالت په تکیې سره له شنبې تر دوشنبې پورې په لسو ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د فعالې دفاع» په چوکاټ کې، د طالبانو دغه بریدونه یې شنډ کړي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده چې ډېری مرګ ژوبله دغې ډلې ته د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وه.»

طالبان هم نور د خپلو بریدونو په اړه څه نه وايي، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه چې له دې مخکې تر ډېره د دغې ډلې د جنګي فعالیتونو په اړه خبرونه ورکول کېدل، اوس له څو ورځو راهیسې د نورو مسلو په اړه له هغې ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکي تلفاتو په تړاو پر دولتي ځواکونو د طالبانو د تورونو په شان مسایل مطرح کېږي.

د ولسي جرګې غړې نظیفه یوسف بېک په دې اړه څرګندوي:«په زابل او تخار ولایتونو کې مو د ځينو سرتېرو قربانۍ لرلې او همدارنګه په بدخشان کې د یوې ولسوالۍ د پرځېدو شاهد وو، چې بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته ولوېدل.»
په دې لړ کې د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړې او همداراز د واشنګټن په وړاندې د کابل ژمنو دغه لوري دې ته اړ کړي چې د یو بل په وړاندې د جګړې له دوام سره سره په دې هکله په رسمي توګه لږ څه ووایي.

د پوځي چارو کارپوه اسد الله ندیم په دې اړه وايي:«دا وضعیت د دې لامل شوی چې طالبان په طبیعي توګه د واک لپاره حریص شي، جګړو ته یې زور ورکړی او د کابل په سیاسي وضعیت کې بدلون بل هېڅ عامل نه شي کولای، چې طالبان د بریدونو له دغه زوره لاس په سر کړي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیکه مخکې هم د یوې اوونۍ لپاره په افغانستان کې جګړه کمه شوې وه او دې وضعیت د سولې له دغې هوکړې وروسته هم د افغانستان د وضعیت په اړه هیله مندي زیاته کړې وه خو اوس لیدل کېږي چې په هېواد کې ښکېل لوري د یو بل په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه