Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې شورا: له طالبانو سره د بهرنیانو پر وتلو خبرې نه دي شوې

د سولې شورا په قطر کې د طالب استازیو او زلمي خلیل‌زاد تر منځ د بهرنیانو پر وتلو خبرې اترې رد کړې دي. 

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک وايي، که څه هم د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د بهرنیانو وتل او د طالب زندانیانو خوشي کېدل د بحث اساسي موضوع وه، خو تر اوسه په دې اړه خبرې اترې نه دي شوې.

خپلواک ټینګار کوي هېواد کې سوله راشي هیڅوک به هم د بهرنیانو پوځي حضور ونه مني: «دا چې ویل شوي طالبانو او امریکا د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کړې، زه دا پوره ردوم، په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی.»

ښاغلي خپلواک نن (سه‌شنبه د تلې ۲۴مه) کابل کې له د سولې عالي شورا له غړو، د پوهنتون له استادانو او خبریالانو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړي. 

د سولې عالي شورا د یو با صلاحیته او ټول‌شموله پلاوي د جوړېدو او له طالبانو سره د رسمي خبرو ا ترو د پیل لپاره د هېواد له پوهانو سره د ناستو لړۍ پیل کړې ده.

د همدې غونډې ځينو ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو او زلمي خلیل‌زاد خبرې اترې اندېښمنوونکې ګڼلې دي. 

وحید مژده، سیاسي فعال په دې اړه وویل: «که طالبان يې ومني، د شوراب او بګرام اډې دلته پاتې شي، نور به نه بشري حقونه او نه هم د ښځو حقونه وي.»

د پوهنتون استاد محمد امین محمدي هم وویل: «د بهرنیو ځواکونو موجودیت که د همکاري پر اساس وي، تجاوز نه بلل کېږي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د تګلارې د مطالعاتو رییس فرامرز تمنا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه بېل نظر لري: «ایډیالوګ طالب چې دلته د یو دیني حکومت لپاره جګړه کوي، یو مولوي باید دا قناعت ورکړي چې دلته غیر اسلامي حکومت نه دی.»

د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه نور نظرونه هم شته. 

ولسمشر غني هم د سولې او د سولې د ارزښت په اړه داسې نظر لري: «دا چې سوله اړینه ده، پر دې اجماع شته، خو دا چې دا سوله په کوم قېمت، باید بحث پرې وشي.»

که څه هم د سولې عالي شورا د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو تر منځ د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې اترې ردوي، خو تر دې وړاندې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دواړو لوریو تر منځ د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي او دواړو لوریو پر داسې کتنو د دوام ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ