Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې غوښتنې ولسي حرکت د خپلو مدني حرکتونو دویم پېر پيل کړ

د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړو، د خپلو مدني حرکتونو دویم پېر نن (یکشنبې، د لیندۍ ۱۷مه) په هلمند ولایت کې پیل کړ.

د سولې ولسي حرکت کابو دوه کاله وړاندي په هلمند ولایت کي پیل شو، او دوی په هېواد کې د سولې او اوربند غوښتونکي دي.

د دغه کاروان غړو تېر کال د هېواد شل ولایتونو ته پلی سفر وکړ، خو دا ځل د موټریز کاروان په مټ او د «هلمنده تر هلمنده) په نامه له هلمند څخه د هېواد ۳۴ ولایتونو ته سفر پیل کړ.

د دغه کاروان غړی حاجي محمد نیکرزاده وايي:«دا ځل غواړو چې د موټرو له کاروان سره د هېواد ۳۴ ولایتونو ته سفر وکړو او د سولې غږ پورته کړو او په همدې ډول د اوربند غوښتونکي یوو.»

د سولې د دغه کاروان غړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي، چې د سولې مذاکراتو د پيل لپاره لومړی باید په هېواد کې اوربند اعلان شي، ځکه د دوی په خبره د هېواد وګړي له جګړو ستړي شوي دي، او په روانو جګړو کې ډېری قربانۍ ملکیانو ورکړي دي.

د دغه کاروان بل غړی ناصر خان ناصري هم څرګندوي:«اوس یوځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې تودې شوې دي، موږ غواړو چې د دغو خبرو په لړ کې اوربند اعلان شي.» 

د سولې ولسي حرکت له لوري د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د موټریز کاروان داسي مهال پیل شوی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ یو ځل بیا د سولې خبرې پیل شوې دي، خو دوی د یادو خبرو د پیل پرمهال د دواړو لوریو څخه د اوربند غوښتنه کوي.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت کابو دوه کاله مخکې، له هغې وروسته په هلمند کې رامنځته شو چې د دغه ولایت د مرکز ښکرګاه ښار په یوه لوبغالي کې یوه ترهګریز برید د څه باندې ۱۰ تنو ژوند واخیست.

دغو سوله غوښتونکو، د دغو دوو کلنو په لړ کې د هېواد ۲۰ ولایتونو ته په پلې توګه سفر وکړ او د سولې د ټينګښت غوښتونکي شول. دغه کاروان همدارنګه د هلمند په موسی کلا کې د طالبانو له استازو سره هم لیدنه لرله.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي، له حکومت او طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.

شریک یي کړئ