Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې له هڅو سره هم مهاله پر طالبانو د بریدونو زیاتوالی

د سولې له هڅو سره هم مهاله پرېکنده ملاتړ ماموریت او ملي دفاع وزارت پر طالبانو د بریدونو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې دم‎ګړۍ د هېواد په کابو ۱۵ ولایتونو کې پلان شوي پوځي عملیات روان دي.

ملي دفاع وزارت همدارنګه د دولتي ځواکونو ژمني عملیات له بریاوو ډک بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد په دې اړه څرګنده کړه:«په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ عملیات په ښه توګه روان دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او په درې وروستیو اوونیو کې د هغوی لس قومندانان هم وژل شوي او د داعش په وړاندې هم زموږ عملیات روان دي.»

د پامیر ۲۰ فرقې قومندان حیات الله اقتاش هم وايي:«زموږ ژمني عملیات د تخار ولایت د ماورای کوکچه ولسوالیو په اړوندو برخو کې پیل شوي او موږ ښې لاسته راوړنې لرلې دي.»

بلخوا د غوڅ ملاتړ ماموریت هم د سولې هوکړې ته تر رسېدو پر طالبانو د پوځي فشار د دوام خبره کوي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ډېوډ بټلر وویل:« موږ جګړې ته دوام ورکوو او دا جګړه به هره ورځ د سولې موافقې ته تر رسېدو پورې روانه وي، دا مهمه ده چې پوه شئ پر طالبانو زموږ پوځي فشارونه دوام لري.»

خو څرنګه کېدای شي له یوې خوا سوله او بل لوري ته جګړه پرمخ ولاړه شي؟

پخوانی پوځي محمد رادمنش په دې اړه وویل:« اړینه ده چې د افغانستان ملي پوځ د امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي او د اوربند تر وخته د افغانستان اسلامي جمهوري قانوني حق دی.»

له دې ټولو سره، د غوڅ ملاتړ ماموریت د جګړې په ډګرونو کې له دولتي ځواکونو سره د مرستې ترڅنګ د افغان ځواکونو د سمبالتیا لپاره د هڅو خبره هم کوي او د افغان هوايي او کومانډو ځواکونو د توانمنۍ زیاتوالی هیله منوونکی بولي. 

په داسې حال کې چې له یوې خوا د سولې لپاره هڅې روانې دي، له بل پلوه ملي دفاع وزارت وايي پر طالبانو پوځي فشارونه نه دي کم شوي.

شریک یي کړئ