Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې لپاره د حکومت او ګوندونو۱۱طرحې خو یوه یې هم عملي شوې نه ده

د سولې چارو ځينې کارپوهان چې د حکومت، سیاسي ګوندونو او بهیرونو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوی چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره بېلابېلې طرح چمتو شي.

دغه کارپوهان په دغو طرحو کې تشریفاتي او ساخته ګی چهارچوکاټونه له اصلي ستونزو ګڼي. 

.د سولې د خبرو په اړه د سرچینو په وینا تراوسه د افغانانو ترمنځ خبرو د څرنګوالي لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو او بهیرونو لخوا کابو یوولس طرحې برابرې شوې دي، خو هېڅ یوه یې تراوسه عملي شوې نه ده 

د موج تحول مشره فوزیه ګوفي وايي:«د سولې په خبرو کې ډاګیزه ستونزه زموږ په نظام کې ګډوډي ده، کله چې نظام وایوو زموږ موخه اسلامي جمهوري دی، له بېلابېلو ادرسونه بېلابېل طرحې جوړ شوي او شتون لري چې اړتیا ده څو سره یو شي او موږ د افغانستان له اسلامي جمهوري له ادرسه یو دریځ ولرو.»

د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم د سولې په بهیر کې د بېلابېلو سیاسي ډلو د رول ستاینه کوي خو وايي په دغو طرحو کې تر ډېره عمومي خبرې شوې او د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د پوهنتون استاده شهلا فرید په دېا ړه وویل:«هغه طرحې چې جوړې شوې دي د سیاسي سړیو له خوا جوړې شوې دي، چې په دغې ډلې حتا یوه مېرمنه هم نه وه، هغه ارزښتونه چې مېرمنې یې سره کرښه ګڼي فکر کوم چې په ۱۱ طرحو کې شتون نه لري.»

دغه کارپوهان وايي د خبرو په دغو طرحو او چوکاټونو کې د تېرو اتلسو کلونو د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب چې اساسي قانون، د بیان ازادي، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو خوندیتوب دی ټینګار شوی دی، په داسې حال کې چې د طالبانو غوښتنې د دغو لاس ته راوړنو پرخلاف دي.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری وايي:«د تاوتریخوالي کمښت، د ښځو حقوق او نور مسایل چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې ګڼل کېږي انشاالله چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.»

د سولې خبرو له پيل راهیسې حکومت، د سولې عالي شورا، د اسیا د زړه بنسټ، حامد کرزي، اسلامي جمعیت، حزب اسلامي، وحدت اسلامي او د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا د سولې د خبرو لپاره ځينې طرحې برابرې کړې دي.
 
د پګواش مخکنی رییس خلیل صافی وايي:«هیله دا ده چې د افغانانو ترمنځ له مذاکراتو مخکې سیاسي بهیرونه او حکومت یوې واحدې طرحې ته ورسېږي.»

تراوسه د حکومت مشران، سیاسي ګوندونه او بهیرونه او د مدني تولنې بنسټونه له طالبانو سره د خبرو لپاره پر واحده طرحه نه دي سره سلا شوي. خو د سیاسي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي تر هغه چې امریکا او طالبان د سولې یوې هوکړې ته ونه رسېږي د افغانانو ترمنځ د خبرو احتمال کم دی.

شریک یي کړئ