د سولې مشورتي جرګه، له طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي له پنځه ورځنیو سلامشورو وروسته، نن (جمعه د غوايي په ۱۳ مه) پای ته ورسېده.
د دغې جرګې غړو نن له غرمې مخکې د دغې غونډې پرېکړه لیک د جرګې په عمومي غونډه او د ولسمشر په حضور کې اعلان کړه.
په دغه ۲۳ مادهییزه پرېکړهلیک کې راغلي دي چې د هېواد یوې سترې برخې د جګړې له ناوړو پایلو له امله زیانونه لیدلي دي او له همدې امله د جرګې غړي له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس په سر او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.
په پرېکړه لیک کې له حکومت او طالبانو غوښتل شوي دي څو د روژې مبارکې میاشتې په پار د روژې له پيله اوربند اعلان کړي او همدارنګه د بندیانو د خلاصون او تبادلې لپاره زمینه برابره شي.
د پرېکړه لیک په بله برخه کې، د اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون پر خوندیتوب هم ټينکار شوی او راغلي دي چې په دغه قانون کې تعدیلات د غوره اصولو پر بنسټ شوني دي.
پرېکړه کې همدارنګه وړاندې راغلي دي چې اړتیا ده له طالبانو سره خبرې اترې د یوه واحد افغانستان له ادرسه وشي او پلای باید پنځوس تنه وي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم چې د دغې جرګې په پایلامه وینا کوله، وویل چې د دغې جرګې پرېکړهلیک به د افغان دولت کړنلاره او د عمل پلان وي.
ښاغلي غني زیاته کړه چې د دغه پرېکړهلیک د عملي کېدو لپاره به د دولت له خوا ټول اقدامات په چټکۍ ترسره شي. د هغه په وینا، په سولې پورې اړوند بنسټونه د سولې جرګې له هر غړي سره به په دوامداره توګه په اړیکه کې وي او له همدې امله د جرګې کار به په دوامداره توګه روان وي.
ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ چې جرګې او د روژې مبارکې میاشتې د رسېدو د درناوي په پار د طالب ډلې ۱۷۵ بندیان ازادوي. هغه له طالبانو وغوښتل څو د یو بل بندیانو د خلاصون لپاره له حکومت سره خبرې وکړي.
ولسمشر وویل چې افغانستان غواړي څو په خپله د سولې خبرو اترو کوربه وي او طالبان باید دننه په افغانستان کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی ولري.
د سولې مشورتي جرګه د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۹مه) پیل او په هغه کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۳۲۰۰ ګډون کوونکو د سولې پر څلورو مهمو موضوعګانو په اړه سلامشورې وکړې.