Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي لویې جرګې د دریمې ورځې پیل

تمه ده چې نن(چهارشنبې د غويي په ۱۱مه نېټه) د سولې مشورتي جرګې په دریمه ورځ کې ۳۲۰۰ غړي په ۵۱ کمېټو کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د چوکاټ د ځانګړې کولو پر سر خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولي مشورتي لويې جرګې دوهمه ورځ له هغه څه چې پر ازادو رسنیو د دې جرګې د خپراوي په برخه کې سانسور بلل کيږي، نېوکي راپورته کړې.

 د مشورتي جرګې یو شمېر غړي د سولې مشورتي لويې جرګې په تالار کې د رسنیو نه شتون د جرګې د اداري کمېسیون له لوري د سانسور په معني یادوي.
بلخوا دسولي مشورتي لويې جرګې مسوولین د ۵۱ کمېټو لپاره د عمومي ریسانو او دارالانشا ریسان هم په دوهمه ورځ وټاکل شول.

افضل حدید، محمد عارف نورزی، حبیبه سرابي،‎ انجینیر کمال صافی او ناجیه اخندزاده د یادې جرګې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.

د سولې مشورتي لویه جرګه دوشنبې پرانیستل شوه تر څو د سولې خبرو اترو چوکاټ وټاکي.

د یادې جرګې په لومړۍ ورځ جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر لخوا د جرګې رییس په توګه وړندیز شو.

ټاکل شوې لویه جرګې تر سبا (پنج‎شنبې د غويي تر ۱۲مې) دوام وکړي.

ټاکل شوې وه چې د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوی په لومړۍ ورځ وټاکل شي، خو د اختلافونو له کبله د پلاوي ټاکل یوه ورځ وځنډید

شریک یي کړئ