Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مېز ته د طالبانو پر راکاږلو د سرګي لاوروف ټينګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغه مطلب له څرګندولو سره وايي له هغو طالبانو سره چې سوله نه غواړي د امریکا جګړه به کومه پایله ونه لري.

هغه پر امریکا متحده ایالاتو هم نیوکه وکړه چې «د مسکو بهیر» د افغانستان د سولې په اړه رد کړ.

په داسې حال کې چې افغان حکومت تر راتلونکو دوه میاشتو د «کابل بهیر» دویمه غونډه د څو هېوادونو له حضور سره کوربه توب وکړي، خو ښاغلی لاوروف د افغان حکومت دغه نوښت هم ډېر ستر بولي او وايي چې اړتیا ده ترڅو د شاملو هېوادونو یوه کوچنۍ ډله په دغه بهیر کې شامل شي.

لاوروف وویل:«هېڅکله هېڅ سند او یا واقعیت شتون نه دی لرلی چې روسیه له طالبانو ملاتړ کي یا طالبان وسله‎وال کوي، هغه څه چې ځينو امریکايي چارواکو هغه ته نغوته کړې ده. موږ په دوو دلیلو له طالبانو سره په اړیکه کې یوو، کله چې زموږ وګړي او یا هم د یوه تړونوال وګړي له زیان سره مخامخ شول او موږ اړ وو هغوی بهر کړو او دویم دا وه چې طالبان غونډې او مذاکرې ته باوري کړو.»

 هغه همدارنګه نغوته وکړه چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او افراط پالنې سره مبارزه نه‎‎شي کولای د نشه‎يي توکو د سوداګرۍ مسله چې په سیمه او هېواد کې تاوتریخوالی یې رامنځته کوي، جلا کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر امریکا متحده ایالاتو هم نیوکه وکړه چې «د مسکو بهیر» د افغانستان د سولې په اړه رد کړ.

شریک یي کړئ