Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې هڅو پر دوام د امریکا او افغانستان ټینګار

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو له ولسمشر غني، د مصالحې عالي شورا له رییس، عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دا خبرې په انلاین توګه ترسره شوې او په ترڅ کې یې د بندیانو پر ازادولو، اوربند، د بین الافغاني خبرو پیل لپاره پر ځای او د سولې په تړاو راتلونکو ګامونو باندې خبرې شوې دي.

دغه غونډه کې ولسمشر غني ویلي دي چې سولې ته د رسېدو لپاره دې، د حکومت پر طرحې د سولې ښکېلې کاري دلې کار وکړي.

h

د ولسمشرۍ خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي دي چې د دواړو هيوادونو د ستراتېژيکو او اوږدمهاله اړيکو د تداوم په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو اساسي هدف يو متحد، خپلواک، ډيموکراتيک او باثباته افغانستان دی او هغه ته د رسېدو لپاره به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړو.

ولسمشر غني او مایک پومپیو ټینګار کړی دی چې په نېږدې ورځو کې دې د سولې وروستیو ګامونو باندې کار پیل شي

شریک یي کړئ