ولسمشر غني د مونیخ ناستې په څنډه کې د امریکا د ولسي جرګې مشرې، نانسي پلوسي سره لیدلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې چې تېر ماښام(شنبې د سلواغې په ۲۶مه نېټه) شوې ده، دواړو لورو پر امنیتي مسایلو، سولې بهر او ترهګریزو ډلو سره د افغانستان د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د سولې بهیر په تړاو ویلي چې په دې تړاو فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت دغه وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو په خاطر فرصتونه په سم ډول وڅيړي.
خبرپاڼه وايي:«په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، سولې پروسې او په دې اړه د ولسمشر د لیدلوري، تروریستي ډلو سره د افغانستان د مبارزې او نشه یي توکو په اړه خبرې وشوې او تروریزم د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره د ګډ دښمن په توګه یاد شو.»
ولسمشر غني څرګنده کړې چې اوس مهال افغان ځواکونه هېواد هېواد کې کابو ټول پوځي عملیات ترسره کوي:«و لسمشر د حکومت د اقتصادي پروګرامونو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغییر د څرنګوالي په اړه ځواب ووایه او وې ویل، نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او زموږ ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.»
په همدې حال کې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکا دفاع او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیدنه درلود.
ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر اشرف غني په المان کې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپيو، د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر او همدارنګه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي وو چې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه، چې ښايي په راتلوونکو اوونیو کې وروستۍ شي، مشروطه منځپانګه لري.