د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په درشل کې، افغان حکومت د سیمه ییزې اجماع او د دغو خبرو اترو د ملاتړ لپاره نسټوني رانغښتي دي.
ولسمشر غني تېره ورځ له لرې واټن څخه د ادربایجان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې غوښتل چې د افغان سولې له بهیره ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده یوه غونډه چې په هغه کې به د ۲۰ نړیوالو هېوادونو استازي حضور ولري، راتلوونکې اوونۍ جوړه کړو.
ولسمشر غني د تېرې ورځې په خبرو کې وویل:«موږ په هېواد کې د سولې لپاره کار کوو او په همدې برخه کې بوخت یوو. زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اتمر، زموږ د سیمه ییزو هڅو له مخې، له نږدې او لرې ګاونډیانو سره د لیدنې بهیر پیل کړی؛ چې وکولای شو تاسو له هغې خبر کړو او ملاتړ مو تر لاسه کړو. زه غواړم چې له افغانستانه د تاسو د دوامداره مادي او معنوي ملاتړه مننه وکړم.»
تر دې مخکې افغان حکومت ویلي چې، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ لومړنۍ ناسته به په دوحې ښار کې ترسره شي؛ خو طالبانو بیا ویلي تر هغې چې د افغان حکومت له بند خونو ۵ زره طالب بندیان خوشې نه شي؛ نو د افغان حکومت له استازو سره به خبرې ونه کړي.
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې اړه وویل:«اندېښنه شته که چېرې بندیان ازاد نه شي، شونې ده مذاکرات له دې ډېر وځنډېږي.»
ورته مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره یې قطر، ازبیکستان او پاکستان ته سفرونه کړي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې، له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره یې په انلاین خبرو کې د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره د پاتې برخو پر ژر حلېدو ټینګار کړی دی.
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردک په دې اړه وايي:«دا بهیر د هېوادونو او د نړۍ د ځواکونو د دخیل والي له امله پېچلې ده او همدا عوامل په دغه بهیر کې د ځنډ لامل شوی دی.»
د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزي هم څرګندوي:«که چېر ې په همدې ډول دوام پیدا کړي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتېږي.»
که څه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ترسراوي احتمالي ځای مشخص شوی دی، خو تراوسه د دغو خبرو اترو د پیل نېټه لا روښانه نه ده.