Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوک وهني فډراسیون سکرتر جنرال کابل کې ووژل شو

د هېواد د سوک‎وهنې سکرتر جنرال حمیدالله حمیدي نن سهار (یکشنبې د چنګاښ په ۲مه) د ناپېژانده کسانو له خوا کابل ښار کې ووژل شو.

د سوک‎وهنې فډراسیون ویاند مجیب قادري‎زاده د دغه خبر له پخلي سره وايي چې ښاغلی حمیدي د کابل په خوشحال خان سیمه کې کله چې له کوره د کار په لور په حرکت کې و، وژل شوی دی.

د قاري‎زاده په وینا، وسله‎والو کسانو ښاغلی حمیدي یې په ډزو سره وژلی دی.

د هغه مړۍ د پلټنې لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.

کابل پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد د سوک وهنې فډراسیون سکرتر جنرال د ناپېژانده وسله والو لخوا په ډ‌زو سره کابل کې ووژل شو.

شریک یي کړئ